لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل اؤ اسلام اباد نن مخ په مخ خبرې کوي


دپاکستان اؤ افغانستان د ګډو کاري ډلو لمړی غونډه نن په کابل کې کیږي چې په دغه غونډه کې دبرخې اخستوپاره دپاکستانی پلاوی کابل ته رسیدلی دی .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وایي افغان چارواکي به کابل ته رسیدلي دپاکستان پلاوي سره په مشخصو پلانونو خبرې وکړي.

دغه غونډه په داسې حال کې راجوړیږي چې کابل دترهګرۍ د وروستیو بریدونو نه راپدیخوا اسلام اباد افغانستان کې دترهګرۍ اؤ بدامنۍ پيښو ته په دوام ورکولو تورن کړی اؤ اسلام اباد وایي په دغو بریدونو کې هیڅ لاس نه لري.

دکابل ناسته کې دبرخې اخستو دپاره دپاکستان دخارجه سکترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ د پوځې او غیرفوځي مشرانو دلوړې کچې یوه ډله نن دخالي په سحر نهه بجې کابل ته رسیدلې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند محمد فیصل تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي پاکستان افغانستان ته دپیځوؤ کاري ډلو جوړؤلو وړاندیز کړی ؤ چې مقصد یې دترهګرۍ مخنیوی، دپټو معلوماتو ورکړه راکړه، فوځي،معاشي ،اقتصادي، سوداګریزو اړیکو،، دکډولو بیرته تګ اؤ خپلو کې تماسونو ته دوام بخښل دي.

دپاکستان ویاند ویلي وؤ هیواد یې په دې نظر دی چې افغانستان کې امن یوازې له نظامي لارې نه شي ټینګیدلی بلکې ددې یوازیۍ لاره افغان شموله خبرې اترې دي..

افغان مطبوعات وایي کابل کې دکاري ناستو په مهال به افغان چارواکي په یو لړ موضوعاتو دبحث کولو ترڅنګ پاکستاني هئیت ته هغه ثبوتونه اؤ شواهد هم وښایي چې ترې معلومیږي په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه پاکستان کې پلان شوي وؤ.

دجنورۍ په میاشت کې کابل کې شوؤ بریدونو کې د ۱۳۵ نه زیات کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو ژوبل شوي وؤ چې دطالبانو تحریک ددغه بریدونو پړه پغاړه اخستې وه

افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني کابل ته دپاکستاني هئیت دسفر نه یوه ورځ له مخه پخپلې وینا کې ویلي وؤ‌ چې دطالبانو مرکز پاکستان دی اؤ پاکستان ته به اوس تصمیم نیول وي چې څه دځان دپاره خوښوي هغه باید نورو ګاونډیانو دپاره هم خوښ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG