لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وایي‌ په طالبانو نفوذ نه لري خو دمذاکراتو غوښتنه یې ترې کړې ده


په پاکستان کې دچین سفیر ښاغلي یاؤ ژنګ ویلي بیجینګ دافغانستان په طالبانو هیڅ نفود نه لري خو په قطر کې یې دطالبانو سیاسي دفتر سره تماسونه شته اؤ پرله پسې یې له هغوئ غوښتنه کړې چې افغان دولت سره خبرو اترو ته کښینې.

دبرتانوي خبري اژانس سره مرکه کې دچین سفیر ویلي هیواد یې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ ښو اړیکو ته لیواله دی اؤ په دغه لړ کې د دواړو هیوادونو ترمینځ دجوړجاړي هڅې هم کوي.

په دې وروستیو کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ د اړیکو تاؤژنیدو نه وروسته چین ددواړو هیوادونو

دیوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي یاؤ ژنګ ویلي په پاکستان کې دبلوڅانو مزاحمتي تحریک اوس دچین اؤ پاکستان داقتصادي لارې (سي پیک)دپاره کوم ګواښ نه دی څکه چې په پاکستان کې دامنیت وضعه د وړاندې نه ډیره ښه شوې ده.

هغه ویلي دسي پیک لمړي پړاؤ کې په۲۱ؤ پروژو کار روان دی اؤ ۲۰ پروژې په نظر کې نیول شوي دي.

هغه داهم وویل چې چین دسي پیک پروژه دافغانستان په ګډون د سیمې نورو هیوادونو پورې هم غڅوي.

دیوې پوښتنې ځواب کې دچین سفیر ویلي بلوچستان کې فعاله مزاحمتي ډلو په تیرو وختونو کې نه یوازې د سي پیک په ضد بیانونه ورکړي بلکې څو کرته یې ددغه اقتصادي لارې په جوړونکو مزدورانو دبریدونو دعوې هم کړي دي.

خو هغه وایي چې “اوس حالات د وړاندې نه ښه شوي اؤ مونږ سلو کې سل هیله مند یو چې د ګوادر بندرګاه دیو نړیوال تجارتي مرکز جوړیدو خواته نزدې شوې “

اکستان له چین سره په ۲۰۱۳م کال کې د چین- پاکستان اقتصادي لارې جوړولو منصوبه لاسلیک کړه، چې ۴۶ اربه ډالره خرڅ ورباندې راځي، د همدې تړون له مخې یې په ۲۰۱۵م کال کې ګوادر بندر د چین د بهرنیو بندرو کمپنۍ ته د څلوېښتو کلونو په اجاره ورکړ، چې د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې په رسمي توګه فعال شو.

د بلوچستان خپلواکي غوښتونکي سازمانونه د چین او پاکستان دا تړون پر خپلو وسایلو او ساحل باندې تېری ګڼي او وایي چې د دې اقتصادي منصوبې بشپړتیا به بلوڅان په اقلیت بدل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG