لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دهند د۱۹کلنو لوبډلې په څلورم ځل دنړیوال جام اتلولي وګټله


دکرکټ د ۱۹کلنو لوبډلو دنړیوال جام په سیالیو کې هند اسټریلیا ته په اتوؤ وکټو دماتې ورکولو سره په څلورم ځل د نړیوالې اتلوالۍ ویاړ ګټلی دی.

په ماونټ مانګ نیويي کې د۱۹ کلنو د نړیوال جام وروستۍ سیالي د هند اؤ اسټریلیا دلوبډلو ترمینځ شوې چې دپچې په ګټلو سره لمړۍ توپ وهنه د اسټریلیا لوبډلې وکړه خو دهند توپ اچوونکو هغوئ زیاتو منډو جوړولو ته پرې نه ښودل.

جوناتهن مرلو د اسټریلیا یوازینی لوبغاړی ؤ چې د شپږو ، څلوریزو وهلو په مرسته یې ۷۶ منډې جوړې کړې اؤ نور یو لوبغاړي هم زړه پورې لوبه ونه کړل شوه.

پرم اپل۳۴،جیک ایډورډز ۲۸، اؤ نیتهن مک سویني ۲۳ منډې جوړې کړې اؤ ټوله لوبډله یې د۲۱۶ منډو په جوړؤلو وسوزیده.

دهند ایشان پوریل، کملیش نګرکوټي،انوکل رائی اؤ شواسنګهـ دوه دوه لوبغاړي وسوزؤل.

د اسټریلیا د ۲۱۷ منډو دهدف پوره کولو دپاره هندي لوبغاړو د لوبې پیل په زړه پورې توګه وکړو اؤ دلمړي لوبغاړي ترسوزیدو یې ۷۱منډې جوړې کړې.

دهند تکړه توپ وهونکي منجوت کالرا د اتوؤ څلوریزو اؤ دریوؤ شپږیزو په مرسته ۱۰۱ منډې جوړې کړې اؤ خپله لوبډله یې داتلولۍ درشل ته ننویسته.

هم دغه شان دهند هارویک دسائي ۴۷،کپتان پرتهوي شا۲۹ منډې جوړې کړې.

اسټریلیا د لوبو د لمړي پړاؤ په سیمي فائنل یا نیمه پایي لوبه کې دافغانستان لوبډلې ته په شپږو وکټونو دماتې ورکولو سره وروستۍ سیالۍ ته وتلې وه اؤ هند په دوهم سیمي فائنل کې پاکستان ته په ۲۰۳ؤ منډو دماتې ورکولو له امله وروستۍ لوبې ته ځان رسولی ؤ.

XS
SM
MD
LG