لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې بريد کوونکو باندې د سولې دروازې بند، اشرف غني


د افغانستان صدر اشرف غني ويلي چا چې په وروستيو کې په پلازمينه کابل کې ترهګر بریدونه کړي د دغو تندلارو سره سوله نه کوو او په "دوي د سولې دروازې بند" دي.

ښاغلي اشرف غني د شنبې، خالي په ورځ دغه خبرې د سولې د عالي شورا راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه اشرف غني ویلي، "هغه څوک چې په افغانستان کې په وروستيو ترهګرو بريدونو کې ککړ سوله ورسره نه کوي اود سولې دروازې پرې بندې دي".

نوموړي وويل "دغه تندلاري چې هر چرته پټ وي به لټول کيږي او غچ (بدل) به ترې اخستلی شي".

کابل کې يوه اوونۍ وړاندې د شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د يو اېمبولنس د لارې ځانمرګی برید کړی چې پکې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۳۵ نور ژوبل شوي وو.

د کابل په بريد کې په وژل شوؤ کې عام ملکي خلک او پوليس شامل وو.

اشرف غني ويلي وخت راغلی چې د دولت مخالفه وسله وال د سولې او جګړې په لارو کې يوه غوره کړي.

نوموړي زیاته کړې طالبان په افغانستان کې په جګړه دي، څوک چې عام خلک وژني دوی د افغان ټولنې برخه نه دي او په کابل کې وروستي بریدونه د دوي د ارادو او کړنو څرګندونه کوي.

د پژواک خبري ادارې ترمخه افغان صدر پاکستان پله په اشارې کولو سره ويلي، " کله چې هم په افغانستان کې دسولې نښې ليدل کیږي پاکستان خپلې ګټې په زيان کې ويني".

افغان چارواکي وايي کابل کې وروستي ترهګر بريدونه حقانې شبکې کړي او دغه ډله په پاکستان کې وجود لري او تور لګوي چې د حقاني تندلاري د پاکستان څخه په افغانستان کې ترهګري پلان کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خاوره يې يوه ترهګره ډله هم فعاليت نه لري او تل يې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کړی دی.

د شنبې په ورځ د سولې د عالي شورا په ناسته کې د شورا مشر محمد کريم خليلي ويلي افغانستان کې د سولې يواځینۍ لاره د خبرو ده.

هغه ويلي خلک په دې دوه خبرو صلاح دي چې د افغانانو په مشرۍ سولې ته د سوله ييزو خبرو د لارې رسېدو ته اړتيا لري.

خليلي ويلي د خلکو د طالبانو وسله والو په ليکو کې ورګډېدويو لامل د حکومت نيمګرتياوې دي، هغه حکومت ته د داسې اصلاحاتو وړانديز کړی چې خلک د وسله والو ډلو سره ملګري کېدو څخه وژغوري.

هغه ويلي د سولې عالي شورا به د حکومت مخالفه هغو وسله والو سره خبرې پېل کړي څوک چې خبرې کول غواړي.

صدر اشرف غني ويلي دغه خبرې چې د شنبې په ورځ د سولې په عالي شورا کې وشوې دا به د روانې مياشتې په وروستيو کې په کابل کې د ټاکل شوي سولې کانفرنس کې د نړیوالې ټولنې سره شريکې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG