لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: بریدونو او تشدد په پېښو کې لس تنه وژل شوي، دوه پوليس ژوبل


د پاکستان ناقراره صوبې بلوچستان په بېلا بيلو برخو کې د تشدد په پېښو کې لږ ترلږه لس تنه وژل شوي او د دوه پوليسو په ګډون څو نور ژوبل شوي دي.

د ډيوه خبريال حميدسمسور راپور راکوي چې نن سهار د افغانستان سره په پوله چاغي ضلع کې د دوه قبايلي ډلو ترمنځ نښته کې لږ ترلږه اته تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د پېښې وروستو پوليس او د ملېشې ځواکونه سيمې ته رسېدلي او چارواکي وايي حالات يې قابو کړي دي.

بلوچستان کې بله پېښه د پنجګور په سيمه کې رامنځته شوې او هلته په يو کور کې د لاسي بم چاؤدنه کې دوه ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پنجګور چارواکو ويلي ماشومانو ته لاسي بم په لاس ورغلی دوي کورته وړلی او هلته چاؤدلی دی.

پېښه کې يو ماشوم ژوبل شوی او روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

د تشدد بله پېښه په هرنايي سيمه کې رامنځته شوې او په پوليس نالومو وسله والو ډزې کړي چې په پايله کې يې د پوليس دوه سرتيري ژوبل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې نه د بدامنۍ د پېښو ښکار ده.

د تېرې مياشتې په ۱۸م نېټه د پوليو پرضد څاڅکي ورکوونکي ډلې باندې وسله وال بريد کې دوه کارمندانې او ورسره ساتونکي دوه پوليس په ډزو وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په ۱۵م نېټه په کېچ ضلع کې يو وسله وال بريد کې د ملېشې پينځه سرتيري وژل شوي وو. صوبه کې پرله پسې دغه ډول بريدونه دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG