د هند د کورنيو چارو وزیر هندي پوځ ته ويلي که د پاکستان پوځ درباندې یو ډز کيږي تاسو پرې په ځواب کې بې شمېره ډزې کوئ.
هندي وزیر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان نن د دوشنبې، ګل په ورځ کشمیر سره د يو والي ورځ نمانځي.
د هند د کورنيو چارو وزير راجنات سنګهـ د شنبې، خالي په ورځ اګرتله کې انتخابي لاريون ته په وېنا کې ويلي، "ما خپلو پوځونو ته حکم کړی که د پاکستان ځواکونو زمونږ په خاوره يو ډز وکړو په ځواب کې پرې بې شمېره ډزې وکړئ".
د هندي رسنيو ترمخه د بهارتي جنتا پارټۍ (بی جی پي) مشر مقبوضه کشمير کې د روانو حالاتو تور په پاکستان لګولی او ويلي يې دي هند په "پاکستان لمړی بريد نه کوي".
هغه ويلي، " مونږ د ګاونډيانو سره په امن پاتې کېدل غواړو خو د بده مرغه پاکستان په جمو وکشمير کې اړی ګړی جوړوي او پوځ يې پرله پسې زمونږ په ځواکونو بريدونه کوي".
پاکستان نن پينځمه فروري د کشميريانو سره د يو والي ورځ نمانځي، کشميريان د ۱۹۴۷ راهسې هڅه کوي چې ازادي ترلاسه کړي، خو د پاکستان او هند د بيلېدو راهسې دغه سيمه لانجمه پاتې شوې ده.
کشمیريان دريځ لري د ملګرو ملتونو د قرارداد ترمخه دې دوي ته د ازادۍ حق ورکړی شي.
پاکستان د کشمیر د ورځې په مناسبت نن عامه چهټي اعلان کړې ده.
د پاکستان او هند د کشمير په وېشونکې پوله (لاين اف کنټرول او ورکنګ باونډرۍ) باندې د کلونو راهسې وخت په وخت په يو بل د ډزو لړۍ دوام لري.
دواړه ګاونډي هېوادونه په يو بل د ډزو او بريدونو د پېل تورونه لګوي.
دواړو هېوادونو په کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون کړی خو د اوربند باوجود په پوله د پرتو ځواکونو په يو بل ډزې دوام لري.