لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشرغني: ترهګري يو ناسور، پالنه يې د هیچا په ګټه نه ده


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو سازمان له ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن سره د لیدو په وخت ویلي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو ګډه مبارزه ده، ځکه چې وایي دغه ناسور د سیمې او نړۍ امنیت او ارامي ته خطر پېښوي.

ښاغلي غني د دوشنبې-ګل په ورځ د ناټو له استازي سره په ارګ کې ولیدل، هغه په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو وایي د سیمې هېوادونه دي په دې پوه شي چې د ترهګرۍ پالنه د هیچا په ګټه هم نه ده.

ښاغلي زیمرین وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د ولسمشر غني د دې دریځ هرکلی کوي چې وایي یواځې له هغو طالبانو سره د امن مذاکراتو تیار دی، چې په افغانستان کې د وحشت او ترهګرۍ پلوي نه کوي او نه هم د وروستیو خونړیو بریدونو ذمه واري مني.

په دې کتنه کې ښاغلي زیمرمن په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه ولسمشر غني ته د ناټو سازمان د مشر د ډاډګېرنې لیکلی پیغام وړاندې کړ او ډاډ یې ورکړ، چې ناټو سازمان په سختو حالاتو کې د افغانستان تر څنګ دی او له افغانانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

هغه وايي ناټو سازمان او غړي هېوادونه یې د افغانانو په رهبرۍ د امن مذاکراتو ملاتړ کوي او د ترهګرو ډلو په ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هراړخیز ملاتړ او مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG