لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان لوبډلي په لمړي ټي ـ ټيونټي کې زمبابوی ته ماتې ورکړه


د افغانستان او زمبابوی ترمنځ د ټي ـ ټيونټي (شل اووريزو) لوبو د دوه سياليو په لمړۍ لوبه کې افغانستان په پينځه وکټو زمبابوی ته ماتې ورکړه.

افغانستان د لوبې پچه، ټاس ګټلی او لمړی بيټنګ يې زمبابوی ته ورکړی ؤ، زمبابوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په ۲۰م اوور کې په نهه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۲۰ رنزونه جوړ کړي وو.

د افغانستان لوبډلې په ځوابي بيټنګ کې ټاکلی هدف په ۱۵م اوور کې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو پوره کړو.

د افغانستان په بيټنګ کې زيات رنزونه محمدنبي په درېو چکو، درېو چوکو ټولو ۲۶ بالونو باندې ۳۶ رنزونه جوړ کړه.

د افغانستان په نور بيټګ کې لمړی وکټ د کريم صادق په پينځه رنزونو، دوېم د محمد شهزاد په ۲۰، اصغرستانکزی په ۱۱ او شراف الدين اشرف په ۱۸رنزونو اؤټ شوی او شفيق الله شفيق په ۱۴ رنزونو ناټ اؤټ پاتې شو.

د زمبابوی بالرانو کې موزاربانی دوه او نورو درېو لوبغاړو يو يو وکټ واخستو.

د زمبابوی په بيټنګ کې زيات رنزونه سولومون ميري ۳۴ رنزونه، والمر ۲۷، او مساکادزا ۱۸ رنزونه جوړ کړي وو، د يادې لوبډلې اووه لوبغاړي د لسو رنزونو څخه په کمو منډو اؤټ کړی شوي وو.

د افغانستان په بالرانو کې راشدخان درې او شراف الدين اشرف دوه لوبغاړي اؤټ کړي او افتاب عالم، ګلبدين نايب او محمدنبي په يو يووکټ اخستو کې بریالي شوي وو.

د افغانستان او زمبابوی ترمنځ د ټي ـ ټيونټي دوه او يو ورځنو لوبو پينځه لوبې ټاکل شوي دي. ټولې لوبې به د متحده عرب اماراتو په شارجه لوبغالي کې کيږي.

د دواړو لوبډلو دوېمه لوبه سبا د سه شنبې، نهې په ورځ ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG