لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې چينايي وګړی په ډزو وژل شوی


د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې يو چينايي وګړی نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د پوليسو په وېنا د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د دوشنبې، ګل په ورځ نامالومو وسله والو په چينايي وګړي ۴۶ کلن شينزو باندې په ګاډي کې ډزې کړي او د ژوبلېدو وروستو هغه په جناح روغتون کې د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ښار د جنوبي زون پوليس مشر ډي ايي جي ازاد خان ويلي "دا هدفي وژنه مالوميږي".

د کلفټن پوليسو ويلي شېنزو باندې چې ډزې کېدې هغه سره په ګاډي کې يو بل چينايي وګړی هم ناست ؤ خو هغه د ډزو په وخت روغ پاتې شوی او تښتېدلی دی.

د ډزو په دغه پېښه کې يو بل لاروی هم ژوبل شوی دی.

د ښار د جناح روغتون ډاکټرانو ويلي د چينايي وګړي په سر او پښه ګولۍ لګېدلي دي.

پولیس افسر ازاد خان ويلي د چينايي وګړو د ساتنې دپاره پوليس ګمارل شوي خو د بريد په وخت د دوي سره نه وو او دوي په خپله پرېښودي وو.

د وژل شوي چيناي وګړي په اړه ویل هغه په يو شپنګ کمپنۍ کې کار کولو کومه چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک)سره تړاؤ نه لري.

د سندهـ صوبې د کورونو چار وزير سهېل انورسيال د پېښې نوټس اخستی او پېښه کې د ککړو د نیولو لارښوونه يې کړې ده.

په کراچۍ کې چينايي وګړی په داسې حال کې وژل شوی چې دوه مياشتې وړاندې په اسلام اباد کې د چين سفارتخانې پاکستان کې خپلو وګړو ته د بريدونو نه د ځان ساتنې خبرداری ورکړی ؤ.

د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې د زرګونو په شمېره کې چينايي وګړي پاکستان ته راغلي دي.

په تېر اکتوبر کې پاکستان کې د چينايي سفير په اړه ويل شوي چې د ترهګر بريد خطره ورته ورپېښه ده.

د تېر کال مئي په مياشت کې د کوټې نه د دوه چينايي وګړو ښځې او سړی تښتول شوي او بيا يې مړي ترلاسه شوی وو.

داعش ډلې د دغو دواړو تنو د وژنې زمه واري منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG