لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سرحدي ځواکونو ته پخپل سر دپاکستان دبریدونو تمبولو اجازه ورکړل شوه


دافغانستان سرحدي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې چې دپاکستان دبریدونو په صورت کې پرته دمرکز له امر اؤ لارښوونو پخپل سر دغو بریدونو ته کوټلی ځواب ووایي.

دغه اجازه دافغانستان سرحدي ځواکونو ته وروسته له هغې ورکړل شوې چې اوړمه ورځ افغان چارواکو دعوه وکړه په کونړ ولایت دپاکستاني ځواکونو لخوا نزدې ۲۰۰ توغندي ویشتل شوي چې پکې څلور افغانان ټپیان شوي وؤ.

دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمینځ دنښتو اؤ ډزو راپورونه زیاتره مهال مخې ته راځي خو په کونړ ولایت دپاکستان لخوا شوؤ اوسنیو ډزو دافغان چارواکو غصه راپارولې ده.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د سه شنبې په ورځ ددفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري له خولې ویلي سرحدي ځواکونه کولی شي چې دمرکز دامر اؤ لارښوونو پرته دپاکستان بریدونو ته ځواب ووایي.

جنرال وزیري ویلي دهیواد په هره برخه کې چې څوک د زمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه وکړي افغان ځواکونه به یې کوټلی ځواب ورکړي.

په دې وروستیو کې په کابل کې دشوؤ ترهګریزو بریدونو له امله پاکستان دسختو نړیوالو فشارونو لاندې راغلی اؤ افغان چارواکي دعوه کوي چې دغه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي وؤ.

خو پاکستان دافغان چارواکو دعوې ردوي اؤ وایي افغان چارواکي د پردیو دلمسې په اساس دغلط فهمیو ښکار دي.

دجنورۍ په میاشت کې کابل کې شوؤ ځانمرګي بریدونو کې تر ۱۳۵ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ‌په سوونو نور ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان ددفاع د وزارت ویاند ویلي په پاکستان نړیوال فشارونه سیوا شوي اؤ دهرې ورځې په تیریدو سره د یوازیتوب لوري ته روان دی اؤ اوس غواړي دافغانستان په خاوره د بریدونو سره دخلکو پام بل لوري ته واړوي.

هغه ویل دافغانستان سرحدي ځواکونو ته لارښودنه شوې چې دکومې سیمې نه پرې برید کیږي هم هغه سیمې دې په نخښه کوي.

پاکستان لا دافغانستان سرحدي ځواکونو ته دشوي دغه نوي امر په هکله خپل غبرګون نه دی ښکار کړی خو تیره اوونۍ دپاکستان د قامي سلامتۍ ګډې غونډې پریکړه کړې وه چې افغانستان سره د تاؤ تریخوالي باوجود به خپل مینځي اړیکې په وړاندې بوځي.

له دې وړاندې دافغانستان اولسمشر اشرف غني هم پاکستان باندې سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي وؤ افغانان سل کاله وروسته هم چاته خپل بدل نه پریږدي .

اشرف غني پاکستان دطالبانو دمرکز په نوم یاد کړی ؤ اؤ نړیوالې ټولنې نه یې غوښتنه کړې وه چې دترهګرو دملاتړ په ضد رغنده ګامونه واخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG