لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اولسمشرغني:پاکستان دې افغانستان سره دښمنۍ نه لاس واخلي


افغان اولسمشر “وویل نړۍ زمونږ برحقه دریځ درک کړی اؤ دافغانستان څخه ملاتړ کوي

دافغانستان اولسمشر په پاکستان غږ کړی چې افغانستان ورسره دښمني نه لري خو دغه هیواد باید بې پرې پاتې شي اؤ دافغانستان سره ددښمنۍ نه لاس واخلي.

په کابل کې د ترهګرۍ د وروستیو بریدونو نه وروسته افغان چارواکي دعوه لري چې دغه برونه په پاکستان کې پلان شوي وؤ چې په لسګونو بېګناه افغانان پکې وژل شوي خو پاکستان دافغانستان دغه دعوې رد کړي دي.

دکابل صدارتي ماڼۍ کې دافغانستان دشمالي سیمو سره تړاؤ لرونکو مشرانو ته پخپله وینا کې دافغانستان اولسمشر ښاغلی اشرف غني یو ځل بیا پاکستان دافغانستان سره په دښمنۍ پاللو تورن کړی اؤ غږ یې پرې کړی چې نور دافغانستان سره له ترپګنۍ لاس واخلي.

افغان اولسمشر “وویل نړۍ زمونږ برحقه دریځ درک کړی اؤ دافغانستان څخه ملاتړ کوي،اوس دتفرقې اؤ کوچنیو خبرو وخت تیر شوی اؤ دغه فرصت باید ضايع نه شي”

افغان اولسمشر له دې وړاندې هم څو ځل په ډاګیر ډول ویلي چې پاکستان په افغانستان نااعلانه جګړه تپلې ده اؤ دنړیوالې ټولنې نه یې غوښتنې کړي چې د ترهګرو د پالونکو په ضد باید غوڅ ګامونه واخلي.

دتیرې جمعې په ورځ پخپله یوه وینا کې ښاغلي اشرف غني پاکستان دطالبانو دمرکز په نوم یاد کړی ؤ.

دکابل په وروستیو بریدونو کې اسلام اباد ته د پړې د ګوتې را اوختو نه وروسته تیره اوونۍ پاکستان خپل یو پلاوی کابل ته لیږلی ؤ ترڅو افغان حکومت ته باور ورکړي چې دترهګرۍ دغو بریدونو کې پاکستان لاس نه لري خو راپورونه وایي چې دغو مزاکراتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

په دې وروستیو کې دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ویس برمګ اؤ د ملي امنیت دادارې مشر معصوم ستانکزي اسلام اباد ته له سفر وروسته مطبوعاتو ته ویلي وؤ پاکستاني چارواکو ته یې د ترهګرو د نوملړ ورکولو ترڅنګ هاغه شهادتونه هم سپارلي چې ښایي دکابل وروستي ترهګریز بریدونه پاکستان کې پلان شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG