د پاکستان د کرکټ سپرليګ سيالۍ به د ۲۲ فرورۍ نه په دوبۍ کې پېل کيږي ددغې سياليو لومړۍ مقابله به د پېښور ځلمي او د ملتان سلطانز ترمينځه لوبيږي.
رپوټونه وايي په دې لوبو کې به شاهد افريدی د پېښور ځلمي د ټيم په ځاې د کراچۍ د ټيم کراچي کنګز نه لوبېږي.
د پي اېس اېل دريم د کرکټ دغه مقابلې به د پاکستان او عرب اماراتو په څلورو بېلابېلو ښارونو ، دبۍ ، شارجه، لاهور او کراچۍ کې لوبيږي، او آخيرۍ مقابله يا فاېنل به يي په ۲۵م مارچ کراچۍ کې کېږي.
د پاکستان سپرليګ چيېر مېن نجم سيټي وايي د پي اېس اېل په ټيمونو کې شامل بهرني لوبغاړي به د دبۍ او شارجه ترڅنګ په پاکستان کې هم لوبه کې برخه اخلي او هر بهرني لوبغاړي ته به لس زره ډالرې ورکولی کيږي چې د د ۱۰لاکه نه زياتې پاکستانۍ روپۍ جوړيږي.
د حبيب بېنک په مرسته کېدونکي د پاکستان سپر ليګ کرکټ په سياليو کې شپږ ټيمونه برخه اخلي.
دغه ټيمونه د پېښور ځلمي، اسلام آباد يوناېټډ، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، کراچي کنګز او دبلوچستان کوېټه ګلېډيېټرشامل دي.
د ځايي لوبغاړو ترڅنګ په دغه ټيمونو کې د نړۍ يوشمېر مشهور لوبغاړي هم برخه اخلي.