د مذهب د سپکاوي د دروغو په تور د وژل شوي مشال خان مقدمه کې عدالت نن مهمه فېصله اوروي.
د خېبرپښتونخوا په هري پور جېل کې د ترهګرۍ د مخنيوي ځانګړي عدالت د جنورۍ په ۲۳م د جرحې او بيانونو پوره کېدو وروستو نن د فرورۍ اوومه نېټه د فېصلې دپاره ټاکلې وه.
نن د مشال خان د وژنې د فېصلې اورولو په مهال د هري پور جېل نه بهر، عبدالولي خان پوهنتون مردان او د مشال کور صوابۍ کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.
د فېصلې اورونې د نېټې ټاکل کېدو په اړوند د مشال خان وکيل شهاب الدين خان خټک ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ويلي ؤ،
" مونږ په عدالت کې د شهادتونو په رڼا کې ثابت کړه چې مشال خان بې ګناه قتل شوی او جج ته مو خواست وکړو چې ټولو ملزمانو ته د تیزندۍ سزا واوروي".
د مشال خان د قتل په تور اول ٥٧ کسان نیول او د جنورۍ په مياشت کې پکې يو بل تن اظهار نيول شوی ؤ.
خو په دغه مقدمه کې درې تنه تراوسه مفروران دي، چې پکې د پاکستان تحريک انصاف ګوند تحصيل کونسلر عارف مردانوي او د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی صابر مايار هم شامل دی.
د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد وژلی ؤ.
د ٢٠١٧ کال د جولايۍ په میاشت کې د مشال خان د قضیې اورېدنه د هغه د پلار محمد اقبال لالا په خواست دپېښور ستر عدالت د مردان څخه دهري پور زندان ته د وړلو امر کړی وو.
د مشال خان پلار محمد اقبال د عدالت څخه غوښتنه کړې وه چې په مردان ښار کې مشال خان وژل شوی او دغلته اوس د قضیې دپاره دهغه او د کورنۍ د نورو غړو ورتګ له خطره ډک دی.
د جولايي ٢٠١٧ راهسې تر د ٢٧ مه جنورۍ ٢٠١٨ پورې په هري پور کې ددې قضيې هره اونۍ دوه اورېدنې روانې وې.
ښاغلي خټک ويلي ؤ چې د مشال خان د وکيلانو پېنل (ډله) د جج په کردار او د اوریدنې په طريقه هيڅ شک نه لري خو په فیصله د ناخوښۍ په حال کې ورسره د اپيل حق شته دی.
په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخ نيوي د ځانګړي عدالت د کومې فیصلې په ضد د صوبې په ستر عدالت ( هاي کورټ) او بیا د هېواد په ستر عدالت (سپريم کورټ) کې اپیل کېدلی شي.
د مشال خان لخوا د وکيلانو په ډله کې د ښاغلي خټک څخه علاوه ایاز خان اميرالله چمکنی، فضل خان، ایازخان، سردارعبدالروف، حافظ کالا خان سليم خان او ځيني نور شامل دي .
ښاغلي اقبال په خپله یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو دا ټول وکيلان ددې قضيي وکالت په خپله خوښه رضا کارانه کوي.
د خپل انداز په دې ځانګړې قضیه کې د تورن کسانو لخوا ټول ٢٢ وکیلان عدالت ته وړاندې کیږي.
د مشال خان په وژنه سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی او د دغه پېښه د پلټنو دپاره يوه ګډه کمېټي جوړه کړی شوې وه..
کمېټۍ په خپل راپور کې ويلي ؤ د مشال په ضد ورته داسې هيڅ ثبوت په لاس نه ؤ ورغلی چې هغه د مذهب سپکاوی کړی وي.