لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: وسله وال بريد کې د پوځ دوه سرتيري وژل شوي


د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په عيدک علاقه کې د پوځ په ګاډي وسله وال بريد کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

نن د باجوړ ايجنسۍ د ناوګۍ تحصيل په چارمنګ علاقه کې ماين چاؤدنه کې يو قبايلي ملک فاروق هم ژوبل کړی شوی دی.

امنيتي سرچينو ډيوه ريډيو ته پخلی کړی چې نن د چهارشنبې، شورو په سهار وختي وسله والو د شمالي وزيرستان په عيدک علاقه کې په ګزمه بوخت پوځي سرتيري په هدف کړي دي.

پوځي بيان کې په بريد کې د وژل شوؤ پېژندګلو د نايب صوبېدار فېصل محمد او نايک نعيم په نومونو شوې ده.

ژوبل سرتيري نايک محمد ادريس، سپاهي محمداقبال او سپاهي اظهرعلي نوميږي.

امنيتي سرچينې ویلي پېښه کې ژوبل درې واړه عسکر د بنو پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي او روغتيايي حالت يې مرګونی ښودل شوی دی.

وزيرستان کې په پوځ د برید زمه واري د تحریک طالبان د مجلس عسکري ډلې وياند عبدالله وزيرستاني منلې او په باجوړ ايجنسۍ کې د ماين چاؤدنې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې چې د امن لښکر په غړي يې کړې ده.

د شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو په وېنا د بريد وروستو امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات یې پېل کړي دي.

شمالي وزيرستان کې په امنیتي ځواکونو وروستی برید د دسمبر د میاشتې په وروستيو کې شوی او يو ماين چاؤدنه کې د ملېشې درې سرتيري وژل شوي وو.

له دغې بريد دوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په همزوني علاقه کې يو وسله وال بريد کې د يو پوځي افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي وو.

د دغه بريد وروستو په علاقه کې د يوې اوونۍ پورې ګرځبندېز (کرفيو) لګول شوې وه.

شمالي وزيرستان کې تازه بريد په داسې حال کې شوی چې د پښتون لاريون په نوم اسلام اباد کې احتجاجي ناسته روانه ده او د درېو نورو غوښتنو ترڅنګ دا غوښتنې هم کوي چې (په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستوګرځبندیز نه لګول کیږي او په فاټا کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي.

شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او په دغو عملياتو کې پوځ ادعا کړې سيمه يې په بشپړ ډول د وسله والو څخه پاکه کړې ده.

د سيمې څخه د لاکونو په شمېره کې کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي خو دغلته بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

XS
SM
MD
LG