لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمشال خان وژنه کې ککړ یو تن ته دتیزندۍ،پینځوؤ ته دعمري بند سزا


مشال خان

په پاکستان کې دترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې د مذهب دسپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان په وژنه تورن یو تن عمران علي ته د تیزندۍ اؤ‌ پینځوؤ نورو ته د عمري بند سزا اورؤلې ده.

ددې ترڅنګ محکمې ۲۵ؤ تورنو کسانو ته د څلورو ،څلورو کالو دبند اؤ د۲۶ کسانو د ثبوت نه لرلو په اساس بندیانو دخوشې کولو امر کړی دی.

دخیبرپښتونخوا اؤ پنجاب حکومتونو اعلانونه کړی چې دمشال خان وژنه کې دتورنو ۲۶ کسانو د بري کیدلو په ضدبه بیا محکمې ته خواست کوي.

دمشال خان رور ایمیل خان خبریالانو ته ویلي هغوئ به دخپلو قانوني ماهرانو سره صلاح کوي چې په دمحکمې په دغه پریکړه مطمئین دي که نا؟

دغه سزا د چهارشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په هريپور زندان کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې قاضي فضل سبحان اوروؤلې ده،

د مشال خان وژنه کې تورنو ته د سزاګانو اورؤل کیدو دغه اطلاعات په رسمي ډول تائید شوي نه دي .

د ډیوه راډیو خبریال احسان محمد خان د سیمې څخه د کره معلوماتو په راټولولو بوخت دی اؤ کله چې دفیصلې ټول جذئیات په ډاګه شي ، ډیوه به یې درته من وعن وړاندې کړي.

دمشال خان وژنه

مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد وژلی ؤ.

دهغه د بوګنونکې وژنې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې اؤ دپاکستان په ګډون دنړۍ یو شمیر هیوادونو کې ددغه ناترسه وژنې سخته غندنه شوې وه.

دمردان پولیسو دمشال دوژنې په تور ۵۸ کسان نیولي وؤ اؤ درې تنه تراوسه مخروران دي.

د دوسیې قضایي پړاوونه

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي دمشال خان د وژنې پخپله نوټس اخستی ؤ‌ اؤ ددغه وژنې د پلټنو دپاره یې یوه کډه ۱۳ کسیزه دپلټنو ډله جوړه کړې وه چې دغې ډلې پخپلو پلټنو کې ویلي وؤ مشال خان د مذهب سپکاوی نه دی کړی​.

په لمړي سر کې دمشال خان دوژنې دوسیه دمردان زندان کې اوریدل کیدله خو د ٢٠١٧ کال د جولايۍ په میاشت کې د مشال خان د قضیې اورېدنه د هغه د پلار محمد اقبال لالا په خواست دپېښور ستر عدالت د مردان څخه دهري پور زندان ته د وړلو امر کړی وو.

د مشال خان پلار محمد اقبال د عدالت څخه غوښتنه کړې وه چې په مردان ښار کې مشال خان وژل شوی او دغلته اوس د قضیې دپاره دهغه او د کورنۍ د نورو غړو ورتګ له خطره ډک دی.

د جولايي ٢٠١٧ راهسې تر د ٢٧ مه جنورۍ ٢٠١٨ پورې په هري پور کې ددې قضيې هره اونۍ دوه اورېدنې روانې وې.

دمشال خان یو وکیل ښاغلي شهاب خټک ډیوه راډیو ته ويلي ؤ چې د مشال خان د وکيلانو پېنل (ډله) د جج په کردار او د اوریدنې په طريقه هيڅ شک نه لري خو په فیصله د ناخوښۍ په حال کې ورسره د اپيل حق شته دی.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخ نيوي د ځانګړي عدالت د کومې فیصلې په ضد د صوبې په ستر عدالت ( هاي کورټ) او بیا د هېواد په ستر عدالت (سپريم کورټ) کې اپیل کېدلی شي.

د مشال خان لخوا د وکيلانو په ډله کې د ښاغلي خټک څخه علاوه ایاز خان اميرالله چمکنی، فضل خان، ایازخان، سردارعبدالروف، حافظ کالا خان سليم خان او ځيني نور شامل دي .

دمشال خان پلار ښاغلي اقبال په خپله یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو دا ټول وکيلان ددې قضيي وکالت په خپله خوښه رضا کارانه کوي.

د خپل انداز په دې ځانګړې قضیه کې د تورنو کسانو لخوا ټول ٢٢ وکیلان عدالت ته وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG