لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عامو بنډارونو کې دمشال خان خان په اړه دمحکمې پریکړې ته څنګه کتل شوي؟


دمشال خان د وژنې په تور دمحکمې لخوا چې کله تورنو کسانو ته سزاګانې اورؤل کیدلې نو دپاکستاني میډیا ټولو دټي وي چینلو دغه خبر دبیړني اؤ مهم خبر په توګه وړاندې کولو.

خو کله چې دهغه د وژنې په تور زنداني ۵۸ کسانو څخه یوازې یو ته دمرګ سزا واورؤل شوه نو په ټولنیزو رسنیو اؤ عامو محفلونو کې زیاتره خلک په دغه پریکړه خوښ نه وؤ.

دا دپيښور په اشنغرۍ بازار کې د سائیکلو د یو دوکان دننه د ټي وي شیشې ته دناستو نهو کسانو یو محفل دی،

شپږڅلویښت کلن سیلم خان چې دتیل مالګې دوکان کوي هم دمشال وژنه کې ککړو کسانو ته دسزاګانو اورؤلو خبر په ټي وي اوري اؤ بیا سمدستي نور ملګرو ته مخ رااړوي وایي” ایله یو کس؟ داخو اسان کار دی سړی ووژنه اؤ بیا څلور کاله قید تیر کړه، ټول هسې ګپ دی”

خو هم په دغه دوکان کې ناست د تحریک انصاف یو سیمه ایز فعال محمد انور وایي “عدالت ټولو ته خو پهانسي نه شي ورکولی ثبوتونو ته به ګوري دهغې مطابق به فیصله کوي”

ډاکټر زر ولي دپيښور په فقیر اباد سیمه کې خپل کلینک چلوي په ټي وي دمحکمې دپریکړې اوریدلو نه وروسته ډیوه راډیو ته وایي دپښتونخوا پولیسو اؤ حکومت کیس دومره کمزوری جوړ کړی ؤ چې دغه خلک به محکمې بري کول،

هغه وویل “پولیسو نه چې کوم کسان په دغه کیس کې تښتیدلي داپخپله ښایي چې پولیس دسیاسي ملاتړ لرونکو ګریوان ته لاس نه شي اچولی”

پلوشه بیا د پيښور په ګلبهار سیمه کې دمشال وژنه کې ککړو کسانو ته د سزاګانو اورؤل کیدو خبر پخپل بیوټي پارلر یا سینګار تون کې اوري اؤ وایي" هغه غریب یې څومره په خرابه طریقه وژلی ؤ پکار ده چې ټولو ته یې سرعام پهانسي ورکړی وی"

پلوشه وایي “دې کې دثبوت څه خبره ده په ویډګانو کې هرڅه شته کنه ، ولې عدالت دغه ویډیوګانې نه دي کتلي چې مشال پکې په څومره بې دردۍ وژني”

خو دپلوشې سره په څنګ کې ناسته اردو ژبې پیغله” عالیه ملک بیا د پلوشې د نظر سره اختلاف کوي او وایي په ویډیو کې خو هغه خلک هم ښکاري چې یوازې تماشې ته ورټول شوي وؤ ، نو ولې محکمه به هغوئ هم تیزندي کوي؟”

فضل سبحان د لوښو یو غټ کاروباري دی پخپل غبرګون کې وایي “عدالت چې کومه فیصله کړې ده هغه دموجودو ثبوتونو په اساس ده که څوک پرې اعتراض کوي فیصله دې چیلنج کړي کنه”
په ټولنیزو رسنیو هم دمشال خان په وژنه تورونو کسانو ته دمحکمې لخوا په اورؤل شوې پریکړه متضادې رایې مخې ته راغلي دي.

مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد وژلی ؤ.

دچهارشبنې په ورځ د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې دمشال په وژنه تورن یو تن عمران علي ته د تیزندۍ ،پینځوؤ ته دعمري بند اؤ ۲۶ؤ ته د څلورو،څلورو کالو دبند سزا اورؤلې اؤ د۲۶ؤ نورو د خوشې کولو امر یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG