لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دافغان کډوالو ستنؤلو دپاره دتګلارې جوړؤل ځنډؤلي


NWA IDPs during Food Distribution 03
NWA IDPs during Food Distribution 03

دپاکستان مرکزي کابينې هیواد څخه دافغان کډوالو خپل هیواد ته دستنؤلو دپاره دتګلارې جوړؤل ځنډولې اؤ‌ پریکړه یې کړې ده چې دتګ لارې په جوړولو کې به د ټولو اروندو اړخونو نه صلاح اخلي.

دانګریزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون وایي دنهې په ورځ مرکزي کابینې دخپلې ايجنډې ځينې مهمې نکتې ځنډولي چې پکې سږکال دافغان کډوالو دستنيدو په اړه وړانديز شوې بشپړ تګلاره هم شامل ده.

دوزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ دکابینې ترسره شوې غونډه کې دشپاړسو نکتو ایجنډه مخې ته ایښودل شوې وه چې پکې روان کال کې دافغان کډوالو خپل هیواد ته ستنؤلو دپاره د تګلارې جوړؤل هم شامل وؤ.

کابینې ته دسرحدي چارو د وزارت لخوا وړاندې کړل شوې نکته کې ویل شوي وؤ چې پاکستان باید سږکال په هرحال دافغان کډوالو ستنؤلو دپاره یوه جامع تګلاره په لاس کې ولري.

ټربیون ورځپاڼه لیکي دکابينې يو غړي ورته دنوم نه څرګندولو په شرط ويلي دايجنډې دغه نکته وروستو له دې ځنډول شوې چې پريکړه وشوه چې دتفصيلي تګلارې جوړولو څخه دمخه په دې معامله دنورو اړونده خواؤ سره نورې صلاح مشورې ته اړتيا ده چې چې کې دخېبرپښتونخوا او بلوچستان حکومتونه هم شامل دي.

دتيرې شورو په ورځ دکابينې غونډه کې پاکستان کې تر ٣١م مارچ پورې دوؤ میاشتو دپاره دافغان کډوالو داوسيدو موده کې دپراختيا منظوري ورکړى شوې وه.

دپاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو لخوا دلاسليک شوي يو درې اړخيزه تړون لاندې پاکستان پخپله خاوره میشته افغان کډوالو ته داندراج کارډونه جاري کړي او دغه کډوال دملګرو ملتونو دکډوالو دچارو ادارې سره رجسټرډ دي.

ددغه کارډونو په اساس کډوالو ته په پاکستان کې ديوې ټاکلې مودې پورې استوګنې اجازه وي اؤ ددغه مودې ټاکنه دپاکستان مرکزي حکومت کوي.

کوم کډوال چې کارډونه لري هغوئ په پاکستان کې کاروبارونه کولى او جايدادونه اخستى شي

تيرکال په ۳۱م دسمبر پاکستان کې دافغان کډوالو داستوګنې موده کې ورکړې شوې پراختيا ختمه شوې وه چې له هغې وروسته مرکزي کابینې کډوالو پاکستان کې دپاتې کیدو موده یوه میاشت غځولې وه خو افغان حکومت دپاکستان نه غوښتنه کړې وه چې کډوالو ته دې دپاکستان کې دپاتې کیدو دپاره تر یو کال مهلت ورکړل شي.

دپاکستان حکومت تر اوسه دکابل دغه غوښتنه نه ده منلې اؤ دریځ لري چې د کډوالو بیرته ستنول باید زر ترزره باوري کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG