لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وایي هیله لري طالبان به دخبرو میز ته کښیني


دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دخبرو نه کولو د اعلان وروسته د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان سلیوان ویلي‌افغان مشران خوښ دي چې طالبان دخبرو میز ته کښینوي اؤ هیله یې ښودلې طالبان به خبرو اترو ته کښیني.

تیره میاشت کابل کې په پرله پسې ځانمرګي بریدونو کې دلسګونو کسانو د وژل کیدو وروسته ددغو بریدونو پړه طالبانو په غاړه اخستې وه اؤ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی ؤ‌ چې دبېګناه خلکو په وژنو کې ککړو طالبانو سره به نورې خبرې نه کوي.

دامریکا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سلیوان دسه شنبې په ورځ دسویلي ایشیاء دپاره دامریکا په تګلاره د سینیټ دبهرنیو چارو کمیټې ته په یوه اوریدنه کې ویلي صدر ټرمپ طالبانو سره دخبرو نه کولو بیان دکابل دچاونو په تناظر کې ورکړی ؤ خو افغان مشران دداسې یو وضعیت په رامینځته کولو خوښ دي چې طالبان پکې دخبرو میز ته کښینې .

هغه وویل افغانستان کې د امن دټینګښت دپاره ټولې لارې چارې پکار راوستل کیږي اؤ‌ پاکستان ته هم ویل شوي چې د ټولو ترهګرو په ضد باید رغنده ګامونه واخلي.

هغه وویل پاکستان ته په ډاګه کړل شوې چې ځنډول شوې مرستې به وروسته له هغې ورکول کیږي چې د ترهګرو ډلو په ضد دقناعت وړ ګامونه واخلي.

دبهرنیو چارو مرستیال وزیر په دغه موقعه دترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان ځينې لاسته راوړنې هم ستائیلي اؤ ویلي یې دي القاعده ته په ماتې ورکولو کې مهم رول ترسره کړی دی.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني اوړمه ورځ پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ حکومت به یې دهاغو طالبانو سره روغه نه کوي چې بېګناه وګړي،ښځې اؤ ماشومان وژني

XS
SM
MD
LG