لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نېشنل ګوند: طالبان په خیبرپښتونخوا کې دفترونه او عدالتونه لري


عوامي نېشنل ګوند په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د ځینو رپوټونو له مخې وسلوالو طالبانو د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خپل دفترونه او عدالتونه پرانیستي دي.

د پښتنو د دې ملتپال ګوند د اطلاعاتو مرکزي سیکرټري زاهد خان د تېرې جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو، چې د پاکستاني طالبانو بېلابېلو ډلو په ټانک، بنو او ډېره اسماعیل خان ښارونو کې خپل دفترونه او عدالتونه جوړ کړي دي.

زاهد خان وایي د ترهګرۍ په ضد جوړ شوی نېشنل اېکشن پلان په لیکلې او روحي بڼه عملي نه شو، ځکه خو دې کار وسلوال بیرته فعاله کېدو ته وهڅول.

زاهد خان وایي د صوبې په ښاري سیمو کې د طالبانو دفترونه پرانیستل کېدل او د هغوی فعالیتونه د پاکستان د کورنیو چارو د مرکزي وزارت او د خیبرپښتونخوا د حکومت هڅې او کارونه تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د خیبرپښتونخوا په جنوبي برخو کې باید د وسلوالو په ضد ګامونه پورته کړل شي او د ردالفساد په نامه عملیات خپل منطقي انجام ته ورسېږي.

زاهد خان د خیبرپښتونخوا په ایتلافي حکومت کې پر شاملو ګوندونو تحریک انصاف او جماعتِ اسلامي باندې تور پورې کړ، چې وایي دوی طالبان پالي او اسانتیاوې ورته برابروي. وایي ګوند یې مخکې لا د دغو ګوندونو په اړه د طالبانو د ملاتړۍ وېره څرګنده کړې وه.

په پاکستان کې د ۲۰۱۳م کال د عامو ټاکنو لپاره د کمپاین په مهال عوامي نېشنل ګوند ته د وسلوالو طالبانو له خوا ګواښونه کېدل، چې له کبله یې دوی ولسي غونډې نه شوای کولای. زاهد خان وایي عمران خان، سراج الحق او پروېز خټک چې له ډاره پرته غونډې او لاریونونه کول وجه یې ده، چې دوی د وسلوالو [طالبانو] پالونکي او مرستندویان وو.

طالبان په پښتونخوا کې ولې دفترونه لري؟

په خیبرپښتونخوا کې د وسلوالو طالبانو د دفترونو د پرانیستل کېدو خبره په داسې وخت کې کېږي، چې د سه شنبې- ګل په ورځ ګڼ شمېر احتجاج کوونکو د ادریس وزیر په نامه د وژل شوي ځوان د وژنې په تور په ډېره اسماعیل خان ښار کې د طالبانو د یوې حکومت پلوه ډلې پر دفتر برید وکړ او اور یې ور واچاوه. پولیسو د طالبانو د دفتر سوځولو په تور ګڼ شمېر کسان ونیول.

د وي.او.اې ډیوې خبریال عدنان بېټنی د احتجاج کوونکو د یوه مشر علي وزیر له خولې وایي، د جرګې او د حکومتي چارواکو تر منځ د کامیابه خبرو اترو په ترڅ کې به نیول شوي ټول احتجاج کوونکي خوشي کړل شي او د ادریس په وژنه د تورنو کسانو په ضد به په ۲۲ ورځو کې مقدمه درج شي.

چارواکو په خبرو کې دا ډاډ هم ورکړی چې په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې به هیڅ ډول وسلوالو طالبانو ته دفترونو پرانیستلو ته اجازه ور نه کړي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې څو کاله مخکې د وسلوالو طالبانو په ضد د پوځي عملیاتو مخالف وو، د پاکستاني طالبانو لپاره یې د دفتر پرانیستل کېدو وړاندیز کړی وو او په قبایلي سیمو کې یې د امریکايي ډرون بریدونو په ضد پراخ احتجاجونه کړي وو.

د تحریک انصاف او جماعتِ اسلامي اوسني صوبايي حکومت په ۲۰۱۶م کال کې د نوښار له دارالعلوم حقانیه مدرسې سره د ۳۰۰ میلیونه روپیو مرستې اعلان کړی وو، چې زیاتې نیوکې ورباندې وشوې. حقانیه مدرسه د حقاني ډلې او افغان ‌طالبانو د فکري روزنې مرکز بلل کېږي.

که څه هم د خیبرپښتونخوا صوبایي او د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د صوبې په ښارونو کې طالبانو دفترونه او عدالتونه د چا په اجازه جوړ کړي او که پټ فعالیتونه کوي، خو حکومت دعوه کوي چې د پاکستاني طالبانو ډله یې په بشپړه توګه ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG