لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سپرليګ پېښور ځلمي ټيم کې کوم کوم لوبغاړي دي؟


peshawar zalmi

د پاکستان سپرليګ کرکټ مقابلې به د ۲۲ فرورۍ نه په دوبۍ کې پېل کيږي.

په دې کې شپږ ټيمونه برښه اخلي چې نومونه يي دا دي:

پېښور ځلمي ، اسلام آبا يوناېټډ، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، کراچي کنګز او کوېټه ګلېډيېټرز.

په دې لوبډلو کې په هره ډله کې ۲۱، ۲۱ لوبغاړي شامل دي، د پېښور ځلمي په ټيم کې شامل لوبغاړي دا دي.

کپتان: ډېرن سمي،کامران اکمل ( وېکټ کيپر) محمد حفيظ، تميم اقبال، حارث سهېل، ډوآېن براؤؤ، محمد اصغر، حسن علي، کرس جورډن، وهاب رياض،سعد نسيم، شکيب الحسن،حماد اعظم، تېمور سلطان، ثمين ګل، ابتصام شېخ، اېنډری فلېچر، ايون ليوس، خالد عثمان، محمد عارف او خوشدل شاه.

کرس جورډن، وهاب رياض، حسن علي او محمد اصغر د پېښور ځلمي په ټيم کې ښکاره باؤلران دي.

د پېښور ځلمي په ټيم کې مشهور آلراؤنډر شاهدخان افريدي هم شامل وو خو څخ کال نوموړي په کراچي کنګز کې د لوبېدو فېصله کړې ده.

د پاکستان سپرليګ په سياليو کې لومړۍ مقابله به هم د پېښور ځلمي د ملتان سلطانز سره په دوبۍ کې د فرورۍ په ۲۲ مه نېټه کيږي.

د پاکستان سپرليګ چېرمېن نجم سيټي ويلي په سپر ليګ کې شامل بهرنيو لوبغاړو ته به د لوبې به سر ۱۰ لاکه روپۍ اجرت ورکوي.

دغه لوبې به په دوبۍ ، شارجه او لاهور او کراچۍ کې لوبيږي، او د لوبې آخيری مقابله يا فاېنل به د مارچ په ۲۵ مه نېټه په کراچۍ کې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG