لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان په پاکستان کې د پښتنو د پاڅون هرکلی کړی


د افغانستان د سولې د عالي شورا اجرایه مشر اکرم خپلواک په پاکستان کې د پښتنو پورته کېدل په سیمه کې د اوږد مهاله سولې په ګټه بللي.

خپلواک په اسلام اباد کې د پښتنو د اوږده احتجاج او د ډیورند د کرښې بلې غاړې ته د پښتنو د حقونو لپاره د سولیزو لاریونونو په اړه وویل، چې خلک باید د سولې د راوستو او د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

خپلواک په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي چې افغانان د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ښکار شویدي.

خپلواک وړاندې ویلي، افغان حکومت د ډیموکراسۍ په ځواکمتیا او د سیمې د سولې او ثبات په بهیر کې د خلکو پر برخې اخیستلو باندې باور لري.

خپلواک زیاته کړه:

(اوس وخت ددې دی چې علما، قبایلي مشران، ځوانان، ښځې او نور په افغانستان او سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره خپل غږ پورته کړي.)

اخوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي:

(پاکستاني پوځ د ترهګرۍ پرضد جګړې لاندې ډیر عملیات چې د المیزان، راه حق، شیر دل، صراط مستقیم، راه راست، راه نجات، کوه سفید، ضرب عذب او داسې نورو په نومونو سره نومول شوي و ترسره کړیدي خو هېڅ پایلې یې نه درلودې.)

نبیل په خپل ټویټ کې لیکلي دي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکې (آی اس ای) پرضد د بلوڅانو، سندیانو او پښتنو راپاسېدل د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې تر ټولو ارزښتناک سټراتیژیک عملیات ګڼل کیږي.

ښاغلي نبیل زیاته کړېده چې د پاکستان د پوځ او د هغوي د ترهګرو ډلو پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو په راپاسېدو سره پاکستان ژغورل کېدای شي.

په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ هارون حکیمي په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي د لسګونو میلیونو پښتنو وېښېدل د تاوتریخوالي په کمېدو او د سولې په راوستو کې یو مهم ګام دی.

ښاغلي حکیمي لیکلي، د میلیونونو پښتنو سانسور شوي غږونه د پورته کېدو په حال کې دي چې دا د حکومت لخوا د ترهګرو د پاللو مسلې ته د نه ویل دي.

ګڼو نورو افغاني ډپلوماټانو، د مدني ټولنو غړو او عامو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو باندې په پاکستان کې د پوځ او آی اس آی پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو د راپاسېدو هرکلی کړی.

XS
SM
MD
LG