لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامدکرزۍ: امريکا دې د پاکستان په پوځي او استخباراتي چارواکو بندېزونه ولګوي


حامد کرزۍ

د افغانستان پخواني صدر حامدکرزۍ ويلي د طالبانو لرې کولو ۱۶ کاله وروستو افغانستان په "دردمند حال" کې دی، نوموړي تور لګولی امريکا او پاکستان د افغانستان جګړه د خپلو ګټو دپاره کاروي.

اي پي خبري ادارې سره په مرکه کې کرزۍ خبرداری ورکړی هغه افغانان چې امريکا يې د دوست او ازادۍ ورکوؤنکې په توګه ګڼله اوس ليدل کيږي " مونږ ته تکليف راکوي، مونږ سره مرسته نه کوي".

نوموړي د افغانستان د موجوده حکومت نه هم شکايتونه وکړه څوک چې په ګاونډي پاکتسان تور لګوي د طالب وسله والو روزنه کوي او هغه په امريکا غږ وکړو چې د پاکستان په پوځي او استخباراتی چارواکو بندېزونه ولګوي.

د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په اړوند ټویټ چې "دروغ يې ويلي ټګي يې کړې" په ترڅ کې کرزۍ وويل "مونږ تمه لرو چې امريکا به اوس په پاکستان کې عملیات وکړي".

خو نوموړي وويل "د دې دا مطلب نه دی چې د پاکستان اولس ته تکليف ورسي يا دا چې په پاکستان کې دې جګړه پېل شي".

پخواني افغان صدر وويل، " په نورو ټکو کې زه د امريکا نه غواړم چې د پاکستان په پوځي او استخباراتي چارواکو بندېزونه ولګوي، نه چې د پاکستان په خلکو".

کرزۍ ويلي مونږ په ناوړه حال کې يُو مونږ ښه کېدل غواړو مونږ سوله او امنيت غواړو.

کرزۍ د افغانستان د ملي يو والي په اړوند وويل چې ګډوډ دی او واک يې د صدر اشرف غني او اجرائي رئيس ترمنځ وېشل شوی هغه وويل دا امريکې جوړ کړی او " هغه افغان جمهوریت او افغان ائين کمزوری کوي".

نوموړي وويل هغه ګڼي واشنګټن په سيمه کې د خپل قوت په ځای ساتلو دپاره په افغانستان کې مستقل مرکزونه جوړوي او پاکستان غواړي چې افغانستان مراجع هېواد پاتې شي.

هغه وويل د امريکا پوځ په افغانستان کې د دې دپاره نه دی چې تندوري ودروي.

هغه زياته کړه د ده په خيال امريکا دوي وېشلي او کمزوري ساتل غواړي تر څو د دغه لارې په سيمه کې خپل اهداف ترلاسه کړي دوي نړيوال سياست او سيالان لري،امريکا ته چين د يو قوت په توګه راوړاندې کيږي او روس ورته د سيال په توګه غټ قوت جوړيږي اوامريکا دا ګواښ او ننګونه ګڼي.

هغه دا هم وويل حکومت يواځې خپل ځانته ګوري او بهرني ځواکونه هيڅ هم نه کوي.

حامد کرزي ويلي، " مونږ بايد خپل اساسي قانون (ائين) عملي کړومونږ هغه څه وکړو چې مونږ يې کولی شو او په خپله د دې هېواد ملکيت په لاس کې واخلو کوم حق چې اوس زمونږ سره نه دی".

XS
SM
MD
LG