لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا دنيوکو وروستو پاکستاني جرنېلانو ويلی فېصلې به دملي ګټو په اساس کوو


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه په مشرۍ د جرنېلانو په غونډه کې " په ځانګړي ډول د امريکا د سيمې د امنيت د پاليسيو د شرايطو په ترڅ کې په جيو سټريټيجک او امنيتي حالاتو باندې خبرې اترې شوي دي".

د چهارشنبې، شورو په ورځ جنرال هېډکوارټر کې د جرنېلانو په غونډه کې ويل شوي د ملک امنیت ته به لمړيتوب ورکړی کيږي او د سيمې د سولې او ثبات دپاره به د ټولو فريقېنو سره مرستې دوامداره ساتلی شي.

د پاکستان کورکمانډرانو دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د تېر کال د اګست د میاشتې راهسې د امريکې لخوا په پاکستان فشار سېوا شوی او د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوي دي.

د روان کال په لمړۍ ورځ د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په ټويټر ويلي ؤ، "پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستې خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

له دغې وړاندې د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې هم صدر ټرمپ په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

په پاکستان د امريکې فشار سېوا کېدل پرله پسې دوام لري او په وروستيو کې امريکا د پاکستان پوځي مرستې ځنډولي او وايي پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني شبکې او موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي.

خو پاکستان وايي په خاوره يې هيڅ قسمه ترهګر ځالې نه لري او د ټولو ترهګرو په ضد يې يو شان عمليات کړي دي.

پاکستان د امریکايي ادعاؤ په غبرګون کې وايي امريکا په افغانستان کې د خپلو ناکاميو پړه په پاکستان وراچوي.

د جرنېلانو په غونډه کې په ملک کې د رد الفساد په نوم عملياتو جاج اخستل شوی او هند سره په پوله د هندي پوځونو د اوربند په سرغړونه هم خبرې اترې شوي دي.

دوي ويلي د هند له اړخه د اوربند سرغړونه د سولې دپاره زيانمن دي او د هند بريدونو ته به په کلکه ځواب ورکولی شي.

د دې ترڅنګ پوځي جرنېلانو د دې عزم څرګندونه کړې چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې لاس ته راوړنې به ټينګې ساتلی شي او ټينګار يې کړی د ترهګرۍ پرضد جګړې نه به نه يواځې پاکستان بلکې ټولې سيمې ته ګټه ورسي.

XS
SM
MD
LG