لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سياسي مرستو ته چمتو دی، خواجه اصف


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ويلي " پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره د دغه هېواد د سیاسي مرستو دپاره چمتو دی".

اصف يو شخصي ټيلي ويژن چېنل سره په خبرو کې ویلي په افغانستان کې سوله خپله د پاکستان په ګټه هم ده.

نوموړي ویلي پاکستان په خپله خاوره د ترهګرۍ نوغی ويستی او اوس دې په دغه اړوند افغانستان هم خپلې زمه وارۍ پوره کړي او په خپله خاوره دې د ترهګرو په ضد عمليات وکړي.

پاکستان د افغانستان او امريکا لخوا د سختو نیوکو سره مخ دی چې په خپله خاوره یې ترهګر او حقاني شبکه ساتلې او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

بل لور ته د پاکستان د کورنو چارو وزیر احسن اقبال ويلي امريکا په افغانستان کې په جګړه کې د کاميابۍ ترلاسه کېدو په لړ کې پاکستان ته اړتيا لري.

امریکايي ورڅپاڼۍ واشنګټن ټايمز سره په مرکه کې احسن اقبال ويلي د افغانستان مسله د امریکې او پاکستان د نزدې همکارۍ پرته نشي حل کېدی ځکه چې پاکستان دغلته مهم فريق دی.

هغه ويلي د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ بداعتمادي په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب جوړيږي.

هغه د پاکستان زوړ دريځ تکرار کړی چې د پاکستان په خاوره د ترهګرو ځالې نشته او زياته کړې يې ده د ټرمپ انتظاميې بې اساسه تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې سېوا کوي.

د روان کال په لمړۍ ورځ د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په ټويټر ويلي ؤ، "پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستې خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

له دغې وړاندې د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې هم صدر ټرمپ په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

په وروستيو کې امريکا د پاکستان پوځي مرستې ځنډولي او وايي پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني شبکې او موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي.

د ټرمپ انتظاميه وايي پاکستان د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد عملیاتو کولو وروستو امريکايي مرستې بيرته ترلاسه کولی شي.

بل لور ته افغانستان پرله پسې په پاکستان تورونه لګوي چې د ترهګرۍ پرضد او افغان طالبانو په اړوند خپلې کړې ژمنې نه ترسره کوي، خو اسلام اباد وايي اوس په طالبانو دومره اثر نه لري چې د افغان سولې عمل ته يې کښېنوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG