لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې درې نور پاکستاني نړیوال ترهګر ګرځولي دي


امريکې د ترهګرو ډلو القاعده، لشکر طيبه او طالبانو د مرستو کولو په سر درې نور پاکستاني د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولي دي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه د امريکې د خزانې محکمې رحمان زېب فقير محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان نادرخان د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.

په دغو درې واړو کسانو تور دی چې د دوي د شېخ امين الله سره نزدې اړيکې او پاکستان او افغانستان کې يې القاعده، لشکرطيبه او طالبانو ته مالي او لوجسټکي مرستې ورکولې.

شېخ امين الله په کال ۲۰۰۹م کې نړیوال ترهګر ګرځول شوی ؤ.

امريکا تور لګوي چې شېخ امين الله په پېښور کې ګنج مدرسه د القاعده، لشکر طيبه او طالبانو د روزنيز او ګمارنې په مرکز بدله کړې وه.

د امريکې د خزانې د محکمې ترمخه رحمان زېب به په خليجي هېوادونو کې د لشکرطيبه دپاره پېسې راټولولې او په کال ۲۰۱۴م کې يې د شېخ امين الله د خليجي هېوادونو په سفر کې لاجسټکي مرستې ورکړې وې.

لشکرطيبه چې نړیوال ترهګره ډله ګرځول شوې په دغه ډله د حافظ سعيد په مشرۍ تور دی چې په هند کې د کال ۲۰۰۸م د ممبۍ بریدونه دې ډلې کړي وو.

د امريکې د خزانې محکمې د حزب الله په اړوند ويلي هغه د شېخ امين الله د مدرسې سره تړاؤ درلود او د هغه د خليجي هېوادونو په سفرونو کې هغه ته لاجسټکي مرستې برابر کړې وې.

د دلارو خان په اړوند ويل شوي هغه د شېخ امين الله سره نزدې ملګرتيا او مرستې کولې، او هغه به د نوموړي د بهرنو سفرونو ترڅنګ د هغه مالي ماملاتو زمه وار وو.

د امريکې د خزانې محکمه وايي د هغو خلکو لټون دوامداره ساتي څوک چې د ترهګرو ډلو مالي مرستې کوي او غېر قانوني مالې شبکې چلوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG