لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دطالبانو په ضد عملیات چټک، تازه نښتو کې۳۷ جنګیالي وژل شوي


په کابل کې د ورستیو ترهګرییزو بریدونو د پړې منلو وروسته افغان ځواکونو دطالبانو په ضد روان عملیات چټک کړی اؤ افغان چارواکي وایي هلمند ولایت کې دتازه عملیاتو په مهال ۳۷ طالبان وژل شوي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان له خولې پخپل یو راپور کې ویلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو پلان لرلو چې د نادعلي ولسوالۍ په سيداباد سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

ویاند ویلي مخکې له دې چې طالبان بريد وکړي، امنيتي ځواکونو پرې هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې ٣١ طالبان وژل شوي دي.

دغه امنیتي چارواکي دعوه کړې چې د روانو عملياتو په ترڅ کې تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ زرغون کلى، شاول او ناقل اباد سيمې له طالبانو نيول شوي چې په پایله کې یې شپږ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دجنورۍ په میاشت کې په کابل پرله پسې درې غټ ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې په د۱۳۵کسانو نه زیات وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ،

طالبانو ددغه بریدونو پړه په غاړه اخستې وه اؤ افغان اولس مشر اشرف غني هوډ څرګند کړی ؤ چې نور به مخالفینو ته د جګړې میدان کې ماتې ورکوي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان لخوا کابل کې بریدونو اؤ ورانکارۍ ته لمسول کیږي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

واشنګټن هم تیره میاشت په پاکستان خپلې پوځي مرستې تړلي دي اؤ ویلي یې دي ترهغې به دغه مرستې پاکستان ته نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو طالبانو اؤ حقاني شبکې په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG