لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دپښتنو پاڅون تر کابله رسیدلی دی


Islamabad protest 1

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دپښتنو دنسل کشۍ په ضد د پښتنو اولسونو لخوا پیل شوی پاڅون تر کابله رسیدلی اؤ نن په کابل کې دپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو دپښتنو سره دیووالي په موخه یوه ستره احتجاجي غونډه شوې ده.

دافغانستان وتلی دانشور پوهاند محمد اسماعیل یون وایي اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو پاڅون ددې خبرې زیری دی چې د ډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته میشته پښتانه نور د ځان په ضد په ظلمونو غلي نه پاتې کیږي اؤ دا د یو انقلاب په معنا دی.

داسلام اباد پرلت کې برخه لرونکي پښتانه غوښتنه لري چې ریاست دې دپښتنو وګړو ناحقه وژنو نه لاس واخلي اؤ هاغو خلکو ته دې سرعام سزاګانې ورکړي چې دپښتنو په وژنه کې ککړ دي یا یې دهغوئ کورونه وران کړي دي.

په دغه پرلت کې دپاکستان دبیلابیلو سیمو نه په زرګونو پښتانه برخه لري اؤ د تیرو اتوؤ ورځو راهسې یې خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.

په سوشل میډیا هم ددغو پښتنو کلک ملاتړ روان دی اؤ د ټولې نړۍ نه نه یوازې پښتانه

بلکې دانساني حقونو تنظیمونه هم داسلام اباد د پرلت وهونکو سره خپل پیوستون اعلانوي.

دافغانستان زیاتره زلمو په سوشل میډیا د افغان حکومت نه غوښتنې کړي چې په اسلام اباد کې د روان پرلت ملاتړ اعلان کړي چې له هغې وروسته تیره ورځ د افغانستان دسولي دعالي شورا اجرائیه رئیس ښاغلي اکرام خپلواک هم داسلام اباد دپرلت څخه ملاتړ اعلان کړی ؤ.

نن د زیارت په ورځ په کابل کې د ژوندون راډیو ټیلویژیون دفتر ته په لسګونو پښتانه ورټول شوي اؤ داسلام اباد پرلت وهونکو سره د یووالي څرګندونه کوي.

دکابل غونډې ته پخپله وینا کې دافغانستان وتلي دانشور پوهاند محمد اسماعیل یون ویلي دافغانستان ټول پښتانه د پښتونخوا دپښتنو سره دهغوئ په حقه غوښتنو کې کلک ملګري دي اؤ کله یې هم یوازې نه پریږدي

هغه وویل پښتانه د ډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته یو وجود دی اؤ هیڅوک یې په زور اؤ‌ ظلم دیو بل څخه نه شي جلا کولی.

هغه وویل "مخکې چې به مونږ د لراؤ بر یو افغان خبره کوله نو خلکو ته به دا هسې ټوقه ښکاریدله اؤ باور به یې پرې نه کولو خو نن یې ټول خلک پخپله په عمل کې ویني چې داسلام اباد پاڅون کوونکي د لر اؤ بر یو افغان شعارونه ورکوي"

اسماعیل یون زیاته کړه په اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو پاڅون زیری دی چې پښتانه نور باشعوره دي اؤ پخپلو وژنو اؤ دخپلو حقونو په تروړلو غلي نه پاتې کیږي .

دکابل دغه احتجاج چې دافغانستان ملي تحریک په نوم یوې ډلې جوړ کړی وایي موخه یې داده چې دپښتونخوا پښتنو ته ووایي تاسو په دغو سختو شیبو کې یوازې نه یې بلکې دافغانستان ټول پښتانه مو ترشا ولاړ دی.

دکابل ددغه احتجاج په اړه نور جذئیات مخې ته راروان دي چې ډیر زر به یې درته خپاره کړو

XS
SM
MD
LG