پر ډیورنډ کرښه د اوسېدونکو پښتنو اندېښنو ته په ځواب کې د ملېشه ځواکونو یوه مشر بریګېډیر سهېل ویلي چې د پولې پر سر او یوې بلې غاړې ته پرتو خلکو ته به د مځکو په بدل کې پیسې یا په چمن ښار کې مځکې ورکړي:
"هغو کلیوالو ته به د خپلو کورونو په بدل کې تاوان یا معاوضه ورکول کېږي، چې د خپلو کورونو قوالې او اسناد لري"
د بلوچستان په شمالي سیمو کې د ملېشه ځواکونو د یوه کنډک قومندان بریګېډیر ندیم سهېل د چارشنبې- شورو په ورځ یوې قبایلي جرګې ته په وینا کې ویلي، چې په دې صوبه کې به هم ژر پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار پیل شي.
په دې قبایلي جرګه کې- چې په چمن کې د ملېشه ځواکونو په کلا کې شوې- د چمن او شاوخوا کلیو مشرانو پکې ګډون کړی او د حکومت او امنیتي ځواکونو له چارواکو سره یې پر دې بحث کړی، چې څنګه کېدای شي پر پوله د قانوني تګ راتګ لارې عملي شي.
خو قبایلي مشرانو اندېښنه څرګنده کړې چې پر پوله د اغزن تار له غزولو سره به د دوی هدیره او مځکه په افغانستان کې پاتې شي او دوی ته به دا ګرانه وي چې د خپلو خپلوانو، وروڼو او تربرونو کورونو ته تګ راتګ وکړي.
د چمن سیمې تجارانو هم په جرګه کې اندېښنه څرګنده کړې، چې پر پوله د اغزن تار غزولو او په پاسپورټ د راتګ راتګ شرط به د دوی تجارت اغېزمن کړي، خو د ملېشه ځواکونو مشر ډاډ ورکړی، چې د تجارت او تجارانو لپاره به ستونځې نه جوړوي.
پاکستاني چارواکي وایي چې د چمن سیمې مربوط پر ډیورنډ کرښه تر اغزن تار غزولو وروسته به افغانانو ته په افغاني تذکرو یا شناختي کارډونو د اوښتلو اجازه نه وي او هغوی کولای شي چې په پاسپورټ یا د پاکستاني چارواکو له خوا په ورکول کېدونکو ځانګړو کارډونو یوې بلې خواته سفر وکړي.
افغان حکومت او پښتنو ملتپالو اکثر پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو مخالفت کړی دی، ځکه چې وایي ډېر داسې کلي او کورونه دي چې د پولې پر سر پراته دي او اغزن تار به دوی ته سرخوږی جوړ کړي، خو د چمن جرګې پر دې سلا کړې ده چې د اغزن تار غزولو لپاره به هغه کورونه کډه کوي چې پر پوله پرتې دي.
پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار د ۲۰۱۷م کال په جون کې پیل کړی، چې تر اوسه یې له باجوړ، مومند او خیبراېجنسۍ سره پر پوله ۱۵۰ کیلومیټره اغزن تار لګولی دی. د پاکستان پوځ وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به پر ۹۲ فیصده پوله باندې اغزن تار ولګوي، چې وایي پر دې پلان به یې ۵۵۰ میلینه ډالره خرڅ ولګېږي.