لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ناټو بدخشان کې دطالبانو اؤ بهرنیو جنګیالو په مرکزونو بمباري کړې ده


په افغانستان کې میشت امریکائي ځواکونو ویلي په بدخشان ولایت کې یې دچین اؤ‌اویغور وسله والو اؤ طالبانو په ضد هوایي بریدونو کې دهغوئ ګڼ شمیر وسله وال وژلي دي.

دامریکایي ځواکونو وینا ده ددغو عملیاتو مقصد یې دافغانستان له لوري ګاونډیو هیوادونو ته دا باور ورکول دي چې ترهګرو ته به هلته دخوندي ځالو ترلاسه کولو موقعې په لاس نه ورځي چې غواړي ورځنې د پولې پورې غاړه بریدونه وکړي.

سرچینې وایي دبدخشان په کومو لرې پرتو سیمو کې دطالبانو اؤ اویغور جنګیالو کومې ځالې په نخښه کړل شوي هغې کې دغو ترهګرو ډلو خپلو جنګیالو ته روزنه ورکوله.

دامریکايي پوځ په دغه بمبارۍ کې دچین په ضد ترهګریزو فعالیتونو کې دککړدختیز ترکستان اسلامي تحریک په نوم دتنظیم ځاله هم تباه کړل شوې ده .

دغه تندره ډله دنسلي ایغور مسلمانانو د استازیتوب دعوه کوي چې تړاؤ یې دچین دتاؤ تریخوالي سره مخ لویدیزې سیمې سنګیانګ سره دی.

دسنکیانګ پولې دافغانستان سره لګیدلي دي.

دناټو لخوا دترهګرو په دغو ځالو دشوؤ بریدونو په هکله یوه اعلامیه کې دناټو دکمانډر جان نیکلسن له خولې لیکل شوي چې افغانستان کې د هیڅ یوې ترهګرې ډلې دپاره دپټیدلو ځایې نشته اؤ دغه ترهګر چې دافغانستان هر ګوټ کې پټیږي دناټو په مشرۍ ځواکونه به یې په نخښه کوي.

ناټو ویلي په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو، داعش او نورو تروریستي ډلو پرضد د ناټو او افغان هوايي ځواک حملې زیاتې شوې دي.

دافغانستان ددفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ددغو عملیاتو په هکله ازادۍ راډیو ته ویلي چې دافغان اؤ نړیوالو ځواکونو لخوا بدخشان کې شوؤ عملیاتو کې شپږ تاجګ ترهګر وژل شوي .

هغه سپینه کړې ده چې دغه عملیات د چین په غوښتنه نه دي شوي بلکې دافغانستان ځواکونو پخپله دمعلوماتو په اساس د ناټو په ملاتړ کړي دي

XS
SM
MD
LG