لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتون پرلت نهمه ورځ، خو ریاست خپلې ژمنې پوره نکړې


پښتون پرلت
پښتون پرلت

په اسلام اباد کې دپښتنو پرلت نن دجمعې په ورځ نهمې ورځې ته ننوتلی خو تر اوسه پاکستاني چارواکو په پرلت دبوختو پښتنو غوښتنې نه دي پوره کړي.

په پرلت کې برخه لرونکې ښځې اؤ سړي هوډ ښکاره کوي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به د اسلام اباد څخه نه پورته کیږي.

ددغه پرلت برخه وال پینځه اساسي غوښتنې لري چې کراچۍ کې دپولیسو جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید دې دسزا دپاره محکمې ته وړاندې کړل شي، تراوسه چې څومره پښتانه نقلي مقابلو کې وژل شوي دهغوي د وژنو قضایي پلټنې ې وکړل شي، قبائیلو سیمو نه دمائنونه وویستل شي اؤ دغلته دې دهرې پيښې وروسته له کرځید بندیز لګول کیدو څخه ډډه وکړل شي.

ددغو غوښتنو په پلوئ دپاکستان دګوټ ،ګوټ نه په زرګونو کسان دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورغونډ شوي خو په ټولنیزو رسنیو هم د ټولې نړۍ نه ددغو پښتنو په حق کې پرله پسې غږونه پورته کیږي.

په پیل کې دپښتنو دغه پرلت یوازې تر اسلام اباد محدود ؤ خو اوس دپاکستان د نورو سیمو ترڅنګ تر کابله ددغه پرلت په حق کې غونډې اؤ لاریونونه روان دي.

دپاکستان دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپله یوه اداریه کې لیکلي دپاکستان ریاست ته به دنقیب مسید په وژنه کې د ککړ پولیس افسر راؤ انوار دنیولو په اړوند خپله ژمنه سرته رسؤل وي.

دغه ورځپاڼې پوښتنه راپورته کړې چې که راؤ انوار په اسلام اباد کې پټ وي نو دا دهیواد ترټولو خوندي سیمه ګڼل کیږي څنګه ټول ریاست نه شي کولی ددغه خوندي ښار څخه یو فرد (راؤ انوار) ونیسي؟

داسلام اباد داحتجاجي پرلت مشرانو سره روانه اوونۍ کې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي لیدنه کړې وه اؤ باور یې ورکړی ؤ چې حکومت به دهغوئ غوښتنې پوره کړي.

خو ددغه پرلت مشر ښاغلي منظور پشتین ډیوه راډیو ته ویلي چې هغوئ په تشو ژمنو نه تیر وځي ، که حکومت پخپلو ژمنو کې ریښتونی وي نو هغوي ته دې لیکلی ضمانت ورکړي چې د راؤ انوار د نیولو په ګډون به د پرلت وهونکو ټولې غوښتنې پوره کوي.

په دغه پرلت کې په لویه کچه پښتنې میرمنې هم برخه لري اؤ دغه میرمنې په ټولینزو رسنیو هم دنورو میرمنو اؤ سړو نه غوښتنې کوي چې دننګ په دې وخت کې دخپلو پښتنو تر شا ودریږي.

د نړۍ دبیلابیلو برخو څخه هم د سوشل میډیا فعالینو پوسټونه کړي چې هغوئ د اسلام اباد دپرلت په ملاتړ په ډیر زر د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې غونډې راجوړوي اؤ نړۍ ته دپښتنو سره پاکستان کې کیدونکي ظلمونه په ګوته کو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG