لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:افغان دولت دې دحزب اسلامي په څیر طالبانو سره هم روغه وکړي


دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا د بېکناه افغانانو په وژنو کې دککړو طالبانو سره دخبرو نه کولو له اعلان وروسته پاکستان د افغان دولت نه غوښتنه کړې ده چې لکه څنګه یې د (ګلبدین حکمتیار په مشرۍ) سره روغه جوړه کړې ده دغسې دې طالبانو اؤ نورو ډلو سره هم جوړجاړی وکړي.

تیره میاشت کابل کې دپرله پسې ترهګریزو بریدونه نه وروسته چې پړه یې طالبانو په غاړه اخستې وه، افغان اولسمشر اشرف غني ویلي ؤ پاکستان دطالبانو مرکز دی اؤ افغان حکومت به نور هاغو طالبانو سره خبرې ونکړي چې بیګناه افغانان، ښځې اؤ ماشومانو وژني.

اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داحوال تیرؤلو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو د وفتر ویاند محمد فیصل ویلي افغانستان کې امن یوازې دخبرو له لارې ټینګیدلی شي اؤ پاکستان دافغان شموله خبرو دعمل ملاتړ کوي.

هغه وویل که دامن دپاره حزب اسلامي سره خبرې کیدلی شي نو طالبان اؤ نورې ډلې هم باید سولې ته راوبلل شی.

افغان حکومت طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي خلک ګڼي اؤ وایي دغه ترهګره ډله افغانستان کې دورانکارۍ پلانونه دپاکستان په خاوره کې جوړوي خوپاکستان بیا افغان حکومت دغه تورونه په سختۍ سره ردوي.

دخارجه دفتر ویاند ښاغلي محمد فیصل دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې دپاکستان پوځ دهند تیري ته دکوټلي ځواب ویلو توان لري اؤ که داسې څه خبره مخې ته راغله نو پاکستان به دخپل ځان ددفاع دپاره ټول ګامونه اخلي.

دامریکې دنمائنده ګانو ایوان ته دپاکستان دغیرپوځي مرستو دایسارؤلو دقانونې مسودې وړاندې کیدو په اړوند پاکستاني ویاند وویل هیواد یې ددغه قانوني مسودې جاج اخلي خو کابل کې چې دامریکا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر کومې څرګندونې کړي هغه مثبت بڼه لري.

تیره ورځ دامریکا داستازو ایوان ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړل شوې وه چې پکې په پاکستان دټولو غیرپوځي مرستو دبندؤلو غوښتنه شوې وه.

له دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې امریکې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلې وې اؤ اعلان یې کړی چې ترڅو پاکستان خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي دغه مرستې به ورته نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG