لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مذهبي ګوندونو د مشال خان په وژنه تورن مجرمان "غازیان" بللي


د خیبرپښتونخوا په مردان ښار کې د مذهبي ګوندونو زرګونه غړي او ملاتړي د احتجاج لپاره سړکونو ته را وتلي او له حکومته یې د هغو ۳۱ مجرمانو د خلاسون غوښتنه کړې، چې د مشال خان د وژنې په تور سزا شوي دي.

په دې احتجاج کې د تحفظِ ختمِ نبوت ډلې، جماعتِ اسلامي او جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند غړي او د دوی پلویان شامل وو، چې د مردان پر (پاکستان چوک) د جمعې تر لمانځه وروسته را غونډ شوي وو او د مشال خان او حکومت په ضد یې شعارونه ورکول.

مظاهره چیانو په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې، چې د مشال د وژنې په تور د ۲۶ خوشي کړل شویو کسانو د هرکلي او د مشال د پلویانو خلاف نارې یې ورباندې لیکلې وې:

"مشالیانو راشئ زموږ مخه ونیسئ".

دا احتجاج د تحفظِ ختمِ نبوت ډلې د مشر قاري اکرام الحق په مخکښۍ کې کېده، چې د مشال خان د وژنې په تور د مرګ په سزا د محکوم شوي عمران علي د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله. په احتجاج کې د عدالت له خوا خوشي کړل شویو ځینو کسانو هم ګډون کړی وو، چې اجمل مایار هم پکې شامل وو او مظاهره چیانو یې د "غازي ښه راغلې" په نارو هرکلی وکړ.

د جماعتِ اسلامي ګوند یوه مشر ایډوکېټ سید اکبر- چې د مشال خان په وژنه د تورنو کسانو له وکیلانو څخه دی- مظاهرې ته په وینا کې وویل، که حکومت د را خوشي شویو کسانو په ضد عدالت ته بیا اپیل کوي، نو د احتجاج په توګه به سړکونه بند کړي:

"ټول اُمت د هغو کسانو تر شا ولاړ دی، چې [د مشال خان د وژنې په تور] سزا شوي دي، عمران علي [چې پر مشال خان یې ډزې کړې وې] زموږ اتل دی، زموږ غازي دی".

جماعتِ اسلامي ګوند تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ هم په مردان کې لاریون کړی وو، چې د مشال خان د وژنې په تور د را خوشي شویو ۲۶ کسانو هرکلی یې کړی وو او هغوی یې "اتلان" بللي وو او د ۳۱ تورنو کسانو په اړه د عدالت د پرېکړې په ضد یې احتجاج کړی وو، چې یوه ته پکې د مرګ سزا، پينځو کسانو ته د ۲۵، ۲۵ کلونو د بند او ۲۵ نورو ته له يو کال تر دريو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.

دوی د وژل شوي زده کوونکي مشال خان- چې مذهب ته د سپکاوي درواغجن تور ورباندې لګېدلی وو- په ضد شعارونه ورکول او خبرداری یې ورکاوه چې د ترهګرۍ ضد عدالت د پرېکړې په ضد به د هېواد ستر عدالت (سپریم کورټ) ته لاړ شي.

په هغو ۲۶ خوشي شویو کسانو کې- چې عدالت یې د مشال په وژنه کې شواهد نه دي موندلي- شپږ تنه د چارشنبې په شپه مردان ته رسېدلي، چې له هغوی څخه د اعزاز په نوم تن خلکو د هرکلي په توګه په اوږو را اخیستی وو او ګلونه یې ورباندې پاشل. اعزاز په خپله وینا کې خلکو ته وویل:

"هر څوک چې د مذهب سپکاوی کوي یا د ختمِ نبوت په ضد خبرې کوي، انجام به یې د مشال غوندې وي"

احتجاج کوونکو تر ډېره وخته سړکونه بند کړي وو، چې له کبله یې خلک له ستونځو سره مخ وو. دوی له (پاکستان چوک) څخه تر (کاټلنګ چوک) پورې لاریون هم وکړ او په پای کې یې د را خوشي شویو تورنو کسانو لپاره دوعا هم وکړه.

د مشال خان د وژنې په توره د پلټنو ګډې ډلې (جي ای ټي) د ترهګرۍ ضد عدالت ته په وړاندې شوي رپوټ کې ویلي وو، چې مشال خان بېګناه وو او د عبدالولي خان پوهنتون د انتظامیې کسانو له مشال خان سره د مخالفت په خاطر ګڼ زده کوونکي پارولي وو او هغه یې د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو.

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون ډېر لانجمن ګڼل کېږي، چې د بشري حقونو د ادارو او مدني ټولنو له خوا یې په اړه اندېښنې هم څرګندې شوې دي، ځکه چې وایي په پاکستان کې له دې قانون څخه ناسمه ګټه پورته کېږي او پر بېګناه خلکو د مذهب د سپکاوي درواغجن تورونه لګېږي، چې د هغوی ژوند په خطر کې اچوي.

XS
SM
MD
LG