لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټرسیدعالم:ټولې کشتۍ مو سیزلي،اسلام اباد نه تش لاس نه ستنیږو


ډاکټر سیدعالم محسود

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دتیرو لسو ورځو نه وپیل پښتون لاریون مشران وایي هغوئ خپلې ټولې کشتۍ سوزؤلي اؤ اسلام اباد ته ورغلي، اوس ورسره هیڅ لار نه شته چې تش لاسونه داسلام اباد نه لاړ شي.

پلازمینه اسلام اباد کې دتیرو لسو ورځو راهسې زرګونه پښتانه دحکومت نه دپښتنو دنسل کشۍ بندؤلو، دبې درکه پښتنو زلمو محکمو ته د وړاندې کولو، دنقیب مسید وژنه کې د ککړ پولیس افسر راؤ انوار دنیونې، قبائیلي سیمو څخه دمائن پاکۍ اؤ ګرځ بندیز دختمولو غوښتنې کوي.

دپښتونخوا اولسي تحریک مشر اؤ د پښتون لاریون فعال برخه وال ډاکټر سیدعالم د وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي پرون ددغه لاریون ځیني ښې ازغیزي مخې ته راتلل پیل شوي اؤ داسې اطلاع ورته رسیدلې چې هاغه ۱۹ بې درکه کړل شوي پښتانه خپلو کورونو ته رسیدلي چې دبیلابیلو سیمو نه پورته کړل شوي وؤ.

داسلام اباد پښتون لاریون کې ګڼ شمیر داسې ښځې اؤ سړي هم برخه لري چې وایي اولادونه یې امنیتي ادارو پورته کړي اؤ ژوندي جاړ ورک دي.

ډاکټر سیدعالم محسود وویل چې تیره ورځ د لاریون مشرانو دپاکستاني پوځ دچارواکو سره غونډه کړې اؤ پوځ ورته ویلي چې نور په پاکستان دسیوا شوي فشار له امله دغه لاریون ختم کړي.

هغه وویل پوځ دا باور هم ورکړی چې دلاریون دبرخه والو غوښتنې مني خو ورسره یې جوخت دا هم وویل “ددې خلکو په خوله څه اعتبار، دوئ له خو هرشان چلونه ورځي ، چې ترڅو یې غوښتنې منلې نه وي ، مونږ دخولې په تشو خبرو باور نه شو کولی”

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه چې که پوځ تاسو سره لیکل وکړي نو بیا یې منئ ښاغلي محسود وویل “دوئ دلیکلو کومه پاسداري کوي تر ټولو مهم لیکل خو دهیواد ائین وي چې هغوئ دهیواد لیکل شوی ائین نه مني نو مونږ سره به خپلو لیکو منلو ته څنګه پابند پاتې شي”

ډاکټر سیدعالم محسود وویل “اوس داپه زرګونو پښتانه په ډیرو امیدونو اسلام اباد ته راغلي اؤ کلک هوؤ یې کړی چې خپلې غوښتنې به په حکومت مني اؤ که نه یې مني نو دوئ به د اسلام اباد نه تش لاس نه ستنیري”

هغه وویل اوس که داسې تش لاسونه بیرته سنییږو نو سبا مو دا پوځ نه پریږدي اؤ یو په یو مو وژني ځکه نو ددې نه ښه داډه چې یا مو دې دلته ووژني اؤ یا دې زمونږ حقې غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG