لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

احسن اقبال:دپاکستان له مرستې پرته امریکه القاعده نه شوه ماتولی


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي احسن اقبال ویلي پاکستان‌ په سیمه کې خپل یو ستراتیژیک جغرافیایي ارزښت لري اؤ که امریکا سره دپاکستان مرسته نه وه نو القاعده ته یې ماتې نه شوه ورکولی

امریکایي خبري شبکې سره مرکه کې د ښاغلي اقبال ویلي که چرې امریکا پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي نو دواړه هیوادونه به له یو بله لرې وځي‌ اؤ په راتلونکې کې به نوې کږلیچونه مخې ته راشي ځکه نو غوره داده چې امریکا اؤ پاکستان په ګډ ډول په وړاندې سفر وکړي.

په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ امریکا تر منینځ اړیکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ تیره میاشت دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي‌ وؤ پاکستان دامریکا څخه ۳۳ اربه ډالر په فریب ترلاسه کړي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې امریکا یې افغانستان کې په ضد په جګړه بوخته ده.

امریکا تیره میاشت په پاکستان خپلې پوځي مرستې تړلې وې اؤ اوس امریکایي قانون سازان غواړي په پاکستان دغیرپوځي مرستو بندؤلو قانون هم منظور کړي

خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر وویل غیر پوځي مرستې امریکا نیغ په نیغه د پاکستان حکومت ته نه بلکې د یو ایس ایډ دلارې یې غیردولتي سازمانونو ته ورکوي.

هغه وویل د افغانستان ستونزه یوازې پوځي هواری نه لري خو امریکا زیاته ملا په پوځي عملیاتو تړي.

دکورنیو چارو وزیر وړاندیز وکړو چې افغانستان کې کومې ډلې دسولې دپاره دخبرو میز ته کښیناستل غواړي هغوئ سره باید خبرې وشي .

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه دپاسه یوې لیسزې راهسې پرله پسې دپاکستان نه غوښتنې کوي چې پخپله خاوره کې دپټو هاغو ترهګرؤ ډلو په ضد ګامونه واخلي چې افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغان ځواکونو بریدونه کوي.

خو پاکستان دامریکا اؤ افغانستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روان اړی ګړی دافغان حکومت خپله کورنۍ کمزوري ګڼي

XS
SM
MD
LG