لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاهد افريدي د هندوستاني بېرغ سره عکس په سوشل میډيا عام شوی


د شاهد افريدي د هند د بېرغ سره عکس
د شاهد افريدي د هند د بېرغ سره عکس

د پاکستان ستوري پښتون کرکټر شاهد افريدي په سويټزرلېنډ کې په واور د کرکټ لوبې په مهال د هندوستان د بېرغ سره عکس اخستی او د پښتون کرکټر دغه کار په ټولنيزو رسنيو تر هندوستان ستایل شوی دی.

نايله عنايت په ټویټر ليکلي،

"شايد نن په ټويټر دا ښه څيز وينئ، شاهدافريدي هندي مينه والو ته وايي بېرغ راخور کړئ او عکس ورسره جوړوي سويټزرلېنډ".

د پاکستان امتیاز ګل په ټويټر خپل پېغام کې ويلي،

" د افريدي لخوا د پوهې يو ښه قدم، د بل چا د بېرغ احترام دې ولې ونشي؟".

د نيوز۱۸ په نوم ټويټر اکاؤنټ هم د شاهدافريدي دغه قدم ستایلی،

"د شاهدافريدی د عزت وړ قدم د پولې د دواړو غاړو (هند، پاکستان) کې زړونه وګټل".

سيوناګوګوېي په ټويټر لیکلي،

"د شاهد افريدي ټولو جعلي قامپرستو ته پېغام".

عماره احمد هم په ټويټر د افريدي د هندي بېرغ سره عکس ويستل ستايلي دي،

پښتون کرکټر افريدي هم په خپل ټويټر اکاؤنټ دغه عکس خپور کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG