لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس کې د مسافرو الوتکه غورځېدلې سواره ۷۱ تنه پکې مړه شوي


د روس چارواکو ويلي د يکشنبې، اتوار په ورځ ماسکو سره نزدې يوه مسافر الوتکه غورځېدلې او سواره ټول ۷۱ تنه پکې مړه شوي دي.

د روس د ټرانسپورټ دفتر ویلي په الوتکه کې ۶۴ مسافر او شپږ د عملې کارمندان سواره وو او په سورلو کې درې ماشومان هم شامل دي.

چارواکو ويلي اووه کاله پخوانۍ مسافر الوتکه د ماسکو د دوېم غټ هوايي ډګر څخه پورته کېدو لږ شېبه وروستو د ريډار څخه بې درکه شوې وه.

الوتکه د ماسکو په جنوب ختيځ کې ۸۰ کلومیټره لرې غورځېدلې ده.

د الوتکې غورځېدو علت په سمدستي ډول نه دی مالوم شوی.

د روس د ټرانسپورټ وزير مېکسيم سوکولوف خبريالانو ته ويلي د الوتکې غورځېدو د علت په اړوند به څه ويل د وخت نه وړاندې وي، هغه ويلي د هوابازۍ کميټي د پېښې پلټنې کوي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن په پېښه د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هم د الوتکې په غورځېدو د خفګان او مړه شوؤ د کورنيو سره د خواخوږۍ اظهار کړی دی.

دغه هوايي ډګر چې الوتکې ترې پرواز کړی له دې وړاندې د امنيتي اندېښنو مخ پاتې شوی دی او په کال ۲۰۰۴ کې وروستو له هغې د سختو نيوکو لاندې راغلی چې کله په يو ماښام يو چېچن ځانمرګي په هوايي ډګر دوه الوتکې تباه کړې او۹۰ تنه يې وژلي وو.

په کال ۲۰۱۱م کې پکې په يوه چاؤدنه کې ۳۷ تنه وژل شوي وو.

په کال ۱۹۹۱ کې د سويت يونين ماتېدو وروستو د روس هوايي شرکت د کلونو پورې د زوړ اوزار او کمزورې څارنې لاندې پاتې شوی خو په وروستيو کې يې د خوندي کولو ريکارډ ښه کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG