لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاین پېل شوی


د افغانستان د روغتیا چارواکي وايي ، د پولیو په دې پينځه ورځني کمپاین کې به شپږ ملینه ماشومانو ته د ګوزن ضد څاڅکي ورکول کیږي چې عمرونه یې له پينځو کلونو کم وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو پروګرام دعامه پوهاوي د چارو مشر میرجان راسخ له ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د پولیو دغه کمپاین دافغانستان په جنوبي ، جنوب ختیځو ولایتونو، د ختیځ په ځینو ولسوالیو او کابل په ګډون د هیواد د ځینو هغو ولایتونو په شمیر ولسوالیو کې پېل شوی چې د پولیو وایرس د خپریدو له ګواښ سره مخامخ دي.

راسخ زیاته کړه"په مجموع کې ۱۸۳ ولسوالۍ چې د ۲۱ ولایتونو مربوط کیږي دپولیو کمپاین په کې پیل شوی، د جنوب او جنوب ختیځ ټول ولایتونه په دې کمپاین کې شامل دي همدراز دکابل ښار په شمول په تخار ، فراه ، بغلان او کندز هم دپولیو د پنځه ورځني کمپاین تر پوښښ لاندې نیول کیږي".

د پولیو پروګرام د عامه پوهاوي مشر راسخ ناامنیو ته په اشارې سره ویلي ، په هغو سیمو کې چې د کمپاین تر پوښښ لاندې نیول شي ښايي چې دناامنیو له امله ۶۰ زره ماشومان د پولیو څاڅکو له اخیستو څخه محرم پاتې شي.

نوموړي وویل "کوم راپور چې مونږ تیره ورځ ترلاسه کړل د ناامنو سیمو نه ، په حدود د ۶۰ زره ماشومانوته دپولیو کمپاین رسول یو څه ستونزمن دی ، مثلا د ننګرهار، کونړ ،هلمند او کندهارد یوشمیرولسوالیو په کلیو کې امنیتي ننګونې شته خود سیمې قومي مشران له مخالفینو سره په اړیکه کې دي ترڅو له هغوی سره په تفاهم ټولو ناامنو سیمو ماشومانو ته دپولیو کمپاین ورسیږي".

دافغانستان د پولیو پروګرام دعامه پوهاوي اداره وايي ، په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پولیو نهه کمپاینونه چې درې سرتاسري او پينځه فرعي کمپاینونه دي د روغتیا وزارت یې ترلاسه لاندې لري.

د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه دماشومانو لپاره د پولیو ضد ناروغۍ دمخنیوي لپاره دوه فرعي کمپاینونه په هغوسیمو کې چې دلوړ تهدید سره مخ دي پلي شوي او پاتې نور به د کال په جریان کې عملي شي.

د روغتیا وزارت دپولیو دعامه پوهاوي ادارې ویلي ، د روان میلادي کال څخه تر دې دمه د پولیو درې مثبتې پیښې رامنځته شوې دي چې یوه په ننګرهار او دوه نورې په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

دروغتیا چارواکو ویلي په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې دپولیو په ناروغۍ ۱۴ ماشومان اخته شوي وه چې له دې څخه ۷ مثبتې پیښې په کندهار ،درې په ننګرهار ، دوه په هملند ،یوه په زابل او یوه په کندز کې رامنځته شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG