لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"بايد مونږ د بل بېرغ ته درناوی ولرو"، شاهد افريدی


د شاهد افريدي د هند د بېرغ سره عکس

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني مشر او پښتون ستوري لوبغاړي شاهد افريدي چې څو ورځې وړاندې په سويټزرلېنډ کې د هندي بېرغ سره عکس جوړ کړی هغه په پاکستان او هند کې نه يواځې ستايل شوی بلکې د هغه مينه وال يې نور سېوا کړي دي.

شاهد افريدي ويلي بايد مونږ د نورو قامونو، ملکونو بېرغونو ته درناوی ولرو.

"مونږ له پکار ده چې د نورو قامونو د بېرغونو درناوی وکړو ځکه مې ويلي ؤ چې (هندي) بېرغ دې په سمه طريقه د عکس دپاره راخور کړی شي".

هغه ويلي ما غوښتل چې ښه عکس جوړ شي.

شاهد افريدي دغه عکس په سويټزرلېنډ کې په واورو دپاسه د کرکټ لوبې په مهال د هند د کرکټ د مينه والو سره جوړ کړی ؤ.

د پښتون کرکټر دغه ګام په ټولنيزو رسنيو ډېر ستايل شوی خو ځينو خلکو پرې ټکونه هم کړي وو.

پاکستان او هند يو بل غليم هېوادونه ګڼي.

افريدي د پاکستان او هند د کرکټ اړيکو د راتلونکې په اړوند په ډاګه ويلي چې د پاکستان او هند ترمنځ سفارتي تاؤ تريخوالی د دواړو هېوادونو د لوبغاړو په دوستانو ډېر کم اثر لري.

نوموړي د دوشنبې، ګل په ورځ رسنیو سره خبرو کې وويل، "د دواړو هېوادونو لوبغاړي غواړي چې د دواړو ملکونو د ښه اړيکو دپاره ولوبيږي".

هغه وويل "مونږ د سولې استازي يُو او په ګرده نړۍ کې سوله او مینه خورول غواړو، مونږ ټول دوستان يُو او په واورو مو خوندوره لوبه وکړه".

پښتون کرکټر شاهد افريدي نه يواځې په پاکستان بلکې په بهرنو هېوادونو کې هم مينه وال لري، او راپورونه وايي د هند د بېرغ سره د عکس جوړولو وروستو په ځانګړي ډول په هند کې دهغه مينه وال نور هم سېوا شوي دي.

XS
SM
MD
LG