لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې دناټو اؤ‌ څلورو هیوادونو دپوځي مشرانو غونډه پیل شوې


د افغانستان په پلازمينه کابل کې د څلورو هېوادونو او ناټو د پوځي سرلښکرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوې ده چې پکې دترهګرۍ اؤ نشه اي موادو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کیږي.

دغه غونډه کې دګډون دپاره دپاکستان دپوځ سرلښکر ښاغلی جنرال قمرجاوید باجوه هم د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې کابل ته رسیدلی چې افغانستان کې دترهګرۍ د وروستیو پيښو له امله دکابل اؤ اسلام اباد اړیکې سختې تاؤژنې شوي دي

دافغانستان ددفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري خبریالانو ته ویلي چې په غونډه کې دجنرال باجوه ترڅنګ افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو کمانډر جنرال نیکولسن اؤ د ازبکستان ، قزاقستان او ازبکستان د پوځ سرلښکران هم برخه لري.

جنرال وزیري ویلي په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به افغانستان کې دترهګرۍ اؤ نشه ایي موادو دمخنیوي په بیلابیلو چارو خبرې اؤ ځینې مهمې پریکړې وشي.

تیره میاشت کابل کې پرله پسې په دریو سترو ځانمرګي بریدونو کې تر۱۳۵ زیات کسان وژل شوي اؤ په سلګونو نور ژوبل شوي وؤ چې دهغې پړه طالبانو په غاړه اخستې وه.

ددغه بریدونو نه وروستو افغان چارواکو دعوه کړې وه چې بریدونه دپاکستان په خاوره کې پلان شوي وؤ اؤ افغان صدر ښاغلي اشرف غني پاکستان د طالبانو دمرکز په نوم یاد کړی ؤ.

ددغو ترهګریزو بریدونو نه وروسته که هرڅو دافغانستان اؤ‌ پاکستان اړیکې زیاتې تاؤژنې شوي خو دوه ځله د دواړو هیوادونو چارواکو په کابل اؤ اسلام اباد کې خپلو کې ناستې کړي اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په لارو چارو یې بې نتیجې خبرې کړي دي.

دا چې اوس د ناټو د کمانډر په موجودیت کې د سیمې د پوځي سر مشرانو غونډه څه نتیجې ورکولی شي ؟ لا په بشپړ ډول معلومه نه ده خو څیړونکي وایي چې په پاکستان دنړۍ فشارونه ورځ تر ورځه سیوا کیږي چې باید دخپلې خاورې دننه دترهګرو دپټو ځالو په ضد رغنده ګامونه واخلي.

پاکستان خپله خاوره کې دترهګرو ډلو دموجودیت څخه انکار کوي خو افغان چارواکي وایي چې پاکستان ته یې ددغو ډلو په هکله بشپړ معلومات اؤ ثبوتونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG