د پاکستان سترې محکمې د نقيب الله مسيد د وژنې په مقدمه کې تورن معطل کړی شوي پوليس افسر راؤ انوار حفاظتي ضمانت منظور کړی او ويلي يې دي هغه دې د نيولوپرته په ۱۶م فرورۍ د جمعې په ورځ عدالت ته حاضر شي.
راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه د نقيب الله مسيد او هغه سره درېو نورو تنو په مقابله کې د ترهګرو وژلو ادعا کړې او وروستو بیا په خپله د پوليس يوې لوړ پوړې ډلې دغه مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.
وروستو د نقيب مسيد د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرو پېل کېدو پس سترې محکمې په دې پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.
په ۲۳م جنورۍ د راؤ انوار او هغه سره په پوليس ډله د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د کراچۍ په سچل تاڼه کې د نقيب د پلار محمدخان په مدعيت کې درج شوې خو راؤ انوار تراوسه پورې پټ دی.
نن د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ د يادې مقدمې اورېدنه کړې او د سندهـ صوبې د پوليس مشر(ايي جي پي) الله ډنو خواجه عدالت ته د راؤانوار په اړوند تفصيل ويلی دی.
عدالت پوليس ته لارښوونه کړې چې راؤ انوار دې عدالت حاضر کړی شي ودې نه نيول شي.
د سترې محکمې مشر قاضي د اورېدنې په مهال د راؤ انوار يو خط اورولی چې د سترې محکمې د بشري حقونو څانګې ته يې لېږلی او د پولیس مشر ویلي ښکاري په خط لاسليک د راؤ انوار دی.
مشر قاضي ويلي څنګه چې انصاف د مظلوم حق دی دغه رنګ ظالم ته هم دا حق ترلاسه دی.
په ياد خط کې راؤ انوار عدالت ته ويلي چې هغه بې ګناه دی او د استخباراتي ادارو د افسرانو د يوې کمېټۍ جوړولو غوښتنه يې کړې چې د سندهـ صوبې د پوليسو نه علاوه نور پوليس دې هم په دې کې شامل وي دا کميټې دې بيرته بيا د پېښې پلټنې وکړي.
عدالت د نوې کمېټۍ جوړولو امر کړی او معطل پوليس افسر ته یې د جمعې په ورځ د حاضرېدو حکم کړی دی.
د نقيب مسید د وژنې د مقابلې د پلټنو دپاره په کراچۍ کې د پوليس د درېو لوړ پوړو افسرانو ګډې کمېټۍ په خپل راپور کې ويلي ؤ چې راؤ انوار دا جعلي مقابله کړې او نقيب الله یې بې ګناه وژلی او دې يې ته د عدالت پرته وژنه ويلي ؤ.
د نقيب الله مسيد د وژنې پرضد ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې شوي او د راؤ انوار د نيولو او هغه ته د قانون ترمخه سزا ورکولو غوښتنې شوې وې.
په اسلام اباد کې لس ورځني پښتون لاريون هم په خپلو پينځه ؤ غوښتنو کې په سر کې د راؤ انوار د نيولو هغه ته د سزا ورکولو او نقيب الله مسيد ته د انصاف ورکولو خبره شامل وه.
ياد لاريون د وزیراعظم، استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر او پوځ د باور چې غوښتنې يې مني له هغې وروستو ځنډول شوی چې د وزیراعظم مشير اميرمقام ورته د غوښتنو منلو ليکل ورکړي وو.
خو د ياد لاريون مشرانو ګواښ کړی که په غوښتنو يې په يوه میاشت کې عمل ونشو بيا به په ټول ملک کې لاریون کوي او اسلام اباد ته به ځي.