لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان رور محکمې نه دخوشې شوؤ ۲۶ کسانو دبیا نیولو غوښتنه کړې


دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب دسپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان ورور ښاغلي ایمل خان دهاغو ۲۶ؤ تورنو کسانو په ضد دپیښور ایالتي محکمې ته عریضه کړې ده چې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې بېګناه ګرځولي اؤ پریښي یي دي.

ایمل خان دپیښور دایالتي محکمې څخه غوښتي چې پریښودل شوي ۲۶ تورن کسان باید بیرته ونیول شي اؤ په ضد یې مقدمه وچلول شي.

دجرنلزم دڅانګې محصل مشال خان تیرکال په ۱۳م اپریل دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې په لسګونو پاریدلو خلکو د مذهب دسپکاوي په تور وژلی ؤ چې وروسته ددغه وژنې په پلټنو کې مشال خان بېګناه ګرځول شوی ؤ اؤ پولیسو دهغه د وژنې په تور ۵۸ کسان نیولي وؤ.

تیره اوونۍ د ایبټ اباد د ترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې دمشال خان د وژنې ددوسیې دپریکړې اؤرؤلو په مهال دنیول شوؤ کسانو دجملې څخه دعلي عمران په نوم یو تن ته د مرګ ،پینځوؤ ته دعمري بند اؤ ۲۵ؤ نورو ته دڅلور،څلور کالو دبند سزا اورؤلې وه.

خو محکمې ۲۶ کسان د ثبوتونو په نه لرلو د زندان نه خوشې کړي وؤ.

دمحکمې په دغه پریکړه د مشال خان کورنۍ د ناباورۍ څرګندونه کړې وه اؤ د مشال خان مور میډیا ته ویلي‌وؤ چې “مشال خان په پوهنتون کې وژل شوی ؤ اؤ انصاف په محکمه کې ووژل شو”

دمشال خان د وژنې په تور د زندان نه خوشې شوؤ کسانو دمذهبي ګوندونو د هرکلي جلسې ته پخپله وینا کې دمشال خان په وژنه د ویاړ څرګندونه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ “اوس به نور خلک دمذهب دسپکاوي جرائت نه شي کولی”

ددغو کسانو په خوشې کیدو په ټولنیزو رسنیو هم سختې نیوکې شوې وې اؤ دمحکمې دغه پریکړه دمشال خان وینو سره بې انصافۍ یاده کړل شوې وه.

دمشال خان ورو ایمل خان دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې په پریکړه خپل غبرګون کې ویلي‌ وؤ خپلو قانوني وکیلانو سره له صلاح وروسته به پریکړه کوي چې اوس مخکې باید کومه لاره اختیار کړي.

خو نن د سه شنبې په ورځ یې دخپلو وکیلانو په لاس دپیښور ایالتي محکمې ته خواست کړی چې خوشې کړل شوي ۲۶ کسان باید بیرته ونیول شي اؤ دمشال خان د وژنې مقدمه دې پرې وچلول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG