لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واشنګټن پوسټ:افغان دولت طالبانو سره پټې خبرې روانې کړي دي


دامریکا واشنګټن پوسټ ورڅپاڼه وایي دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د خبرو اترو نه له انکار وروسته هم افغان حکومت د پردې ترشا طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی ترڅو هغوئ دجوړ جاړي لارې ته راوګرځوي

تیره میاشت کابل کې په پرله پسې ترهګریزو بریدونو کې د خووشا ۲۰۰ کسانو له وژل کیدو وروسته امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی ؤ چې نور به طالبانو سره خبرې نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي د ۱۷ کلنې جګړې پایې ته رسؤلو دپاره افغان دولت دخپل ائتلافي هیواد امریکا دکوټلي ملاتړ باوجود په دې نه دی توانیدلی چې دنظامي یا جنګي تګلارې په اساس افغانستان کې سوله ټینګه کړي اؤ اوس طالبانو سره دپردې ترشا دافغان حکومت روانې خبرې ښایي چې افغان دولت نور غواړي خپلو مخالفینو سره دخبرو دلارې جګړه څپلي افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ دپټو خبرو دغه لړۍ په داسې حال کې جریان لري چې که یو خوا افغان دولت کې خپل منځي اختلافونه سیوا شوي نو بلخوا طالبانو هم دافغانستان په بیلابیلو سیمو دقبضو کولو ترڅنګ خپل جنګي تاکتیکونو کې هم بدلون راوستی دی.

تیره میاشت په افغانستان کې طالبانو دګڼو ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو پړه پغاړه اخستي وؤ چې په دغو بریدونو کې خواشا دوه سوه کسان وژل شوي اؤ په سلګونو نور ژوبل شوي وؤ چې ددغو بریدونو نه وروسته نه یوازې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ بلکې پخپله افغان اولسمشر اشرف غني هم طالبانو سره دخبرو نه انکار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ اوس به هغوئ ته دجنګ په میدان کې ماتې ورکوي .

ورځپانه لیکي چې افغانستان کې امریکایي ځواکونو په دې وروستیو کې دطالبانو په ضد په پراخه کچه بریدونه کړی اؤ که له دې وروسته دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ خبرې کیږي هم نو کیدی شي زیات وخت ونیسي.

خو ددې ترڅنګ افغان دولت طالبانو سره دخبرو نه لاس نه دی اخستی اؤ واشنګټن پوسټ ورځپانه ددغو پټو مذاکراتو څخه دباخبره سرچینو له خولې وایي چې دافغانستان دملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي اؤ دملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر په پټ ډول طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړی دی

دامهال افغانستان کې دافغان دولت اؤ مخالفینو ترمینځ دخبرو اترو درې مهم اړخونه افغان دولت ، امریکا اؤ دافغانستان دسولې عالي شورا ګڼل کیږي خو واشنګټن پوسټ لیکي چې دغه دریواړه اړخونه مخالفینو سره دسولې په خبرو کې دیو بل سره مربوط نه دي

دافغانستان دسولې دعالي شورا غړي عبدالحکیم مجاهد منلې ده چې دملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی اوس هم د طالبانو لخوا دسولې خبرو دپاره دخپل ټاکل شوي استازي سره په پرله پسې ډول تماسونه لري.

ښاغلي مجاهد چې ترکال ۲۰۰۱ پورې یې افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنۍ واکمنۍ په مهال ملګرو ملتونو کې دطالبانو داستازي په توګه دنده ترسره کوله ، وایي دا ډله (طالبان) به د ټرمپ د سختو خبرو په وړاندې دخپل دریځ اؤ تګلارې نه تیر نه شي .

هغه وایي د طاقت اؤ دګواښو ژبه هیڅکله افغانان په تسلیمیدو نه شي قائلولی

دعبدالحکیم مجاهد په څیر دطالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کې دوهم لوړ پوړي مشر اغاجان معتم هم خبرداری ورکړی چې که ټرمپ همدغسې دګواښونو ژبه کاروي نو دا به په په افغانستان کې امن ته نور زیان هم ورسوي.

اغاجان معتصم چې دطالبانو د واکمنۍ په دوره کې دطالبانو د رهبري شورا مهم غړی ؤ اؤ اوس هم دطالبانو دموجوده مشر ملا هئیبت الله اخونزاده نزدې اؤ باوري ملګرو څخه ګڼل کیږي، وایي که ټرمپ مینځ روه طالبانو ته همداسې ګواښونه کوي نو دې سره به افغانستان کې ځانمرګي بریدونه نور هم سیوا شي..

اغاجان معتصم دا مهال دطالبانو اؤ حکومت ترمینځ دجوړ جاړي راوستو دپاره یو مهم کردار ګڼل کیړي اؤ هغه هم وایي غواړي چې ددولت اؤ طالبانو ترمینځ تماسونو نیولو کې دپل کردار ترسره کړي.

دطالبانو اؤ افغان دولت دپټو خبرو دغه اطلاعات په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په پایې کې به دلسګونو هیوادونو استازي دافغانستان پلازمینه کابل کې د کابل پروژه په نوم غونډه کې برخه واخلي ترڅو افغانستان کې دسولې اؤ پرمختګ په لارو چارو غور وکړي.

دکابل پروژې په نوم د راجوړیدونکې دغې غونډط لمړی پړاؤ پروسکال د جون په میاشت کې په کابل کې ترسره شوی ؤ.

واشنګټن پوسټ لیکي افغانستان کې د امن په خراب وضعیت دقابو موندلو په غرض افغان اولسمشر اشرف غني دلاس،پښو وهلو دپاره ډیر کم اړخونه په لاس کې لري ځکه چې هغه پخپل دولت کې دننه هم د یو شمیر اختلافونو سره مخ دی.

ورځپاڼې د اشرف غني په حکومت کې داختلافونو دپه ګوټه کولو په غرض دمرستیال صدر جنرال رشید دوستم اؤ په بلخ کې د عطاء محمد نور حوالې ورکړي اؤ وایي که اشرف غني ته یو خوا دخپل حکومت دننه مشکلات پیښ دي نو بلخوا د خپلو مخالفو یاغیانو سیوا کیدونکو بریدونو یې هم د واکمنۍ مخې ته جنجالونه زیات کړی دي.

XS
SM
MD
LG