زمبابوې لوبډلې د ټاس په ګټولو سره د بیټنګ کولو پریکړه وکړه او په ۳۴ اورونو او دریو بالونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغان لوبډلې ته ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبډله کې راشد خان د ۲۴ منډو په ورکولو سره یې د خپلې سیالې ډلې ۵ ویکټې ترلاسه کړې او همداراز مجیب ځدران د ۴۵ منډو په ورکړې سره دزمبابوې د ټیم درې لوبغاړي وسوځول.
همداراز د ونډې په دې سیالۍ کې رحمت د خپل ټیم لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوکړې په ۵۲ بالونو یې د خپلو منډو ټارګیټ ۵۶ ته ورساو.
خو د زمبابوې په لوبډله کې ایروین د ۵۵ بالونوسره ۳۹ مندې جوړې کړې او همداراز سکندر رضا بیا په ۵۰ بالونو ۳۸ منډې وکړي او تر نورو لوبغاړو ښه وځلیدل.
په شارجه کې له دې لوبې وړاندې د افغانستان او زمبابوې کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوره دوه سیالۍ اودوه پنځوس اوره سیالۍ ترسره شوې وې د دې دریو لوبو اتلولۍ افغان ملي کرکټ لوبډلې ترلاسه کړې وه.
خو دکرکټ د پنځوس اوره لوبې دوهمه سیالۍ له افغانستان څخه زمبابوې ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.
دافغانستان دکرکټ بورډ چارواکو ویلي ، دافغانستان او زمبابوې ترمنځ دکرکټ دغه سیالۍ به دفبرورۍ تر ۱۹ نیټې روانې وي .
د چارواکو دمعلوماتو له مخې څلورمه لوبه دفبرورۍ په ۱۶ او وروستي ۵۰ اوریزه لوبه د فبرورۍ په ۱۹ نیټه ترسره کیږي.