لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه: وسله وال بريد کې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي


د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه کې د نامالومو وسله والو په بريد کې د ملېشې (اېف ـ سي) ځواک څلور سرتيري وژل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مشر ډي ايي جي رزاق چيمه رسنیو سره په خبرو کې د وسله وال بريد پخلی کړی چې د ملېشې څلور سرتيري پکې وژل شوي دي.

پوليس افسر ويلي دا د هدفي وژنو پېښه ده.

دا پېښه نن د چهارشنبې، شورو په سهار د کوټې په سرياب روډ باندې رامنځته شوې او نامالومو وسله والو د ملېشې ځواک په ګزمه بوخت سرتيري په هدف کړي دي.

بريد کوونکي د موقعې څخه په تېښه کې بريالي شوي او چارواکي وايي د وسله والو بريد کوونکو لټون يې پېل کړی دی.

د کوټې سرياب روډ د ښار حساسه سيمه ګڼل چرته چې اکثره دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې یو ځل بيا د امنيتي ادارو په سرتېرو بريدونه سېوا شوي دي.

د تېرې مياشتې په نهمه نېټه کوټه کې په يو ځانمرګي بريد کې د ملېشې د څلورو سرتېرو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو.

په ۱۵م جنورۍ د بلوچستان په کېچ ضلع کې يو وسله وال بريد کې د ملېشې پينځه سرتيري په هدف کړی شوي وو.

له دغې پېښې درې ورځې وروستو هم په کوټه کې د ملېشې دوه سرتيري د نامالومو وسله والو په بريد کې وژل شوي وو.

د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې نه د بدامنۍ سره مخ ده او چارواکي يې تور لګوي چې په صوبه کې په بدامنۍ کې بهرنۍ استخباراتي ادارې لاس لري.

خو په صوبه کې په امنيتي ادارو نيوکې کيږي چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي او د خپلې ناکامۍ پټولو په موخه په بهرنو ادارو تورونه لګوي.

XS
SM
MD
LG