لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې دننه يو اړخيزه امريکايي عمليات به "سره کرښه" وي، احسن اقبال


د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال

پاکستان چې په وروستيو کې د امريکا د سخت فشار سره مخ او اړيکې يې تاؤژنې دي د کورنيو چارو وزير يې ويلي "که امريکا په پاکستان کې دننه يو اړخيزه عمليات وکړه نو دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ سره کرښه وي".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال دغه خبره امريکايي ټيلي ويژن (سي اېن اېن) سره په مرکه کې کړې ده.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې طالبان او حقاني شبکه ساتلې او د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د روان کال په لمړۍ ورځ امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ په ټويټر ويلي ؤ، "پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستې خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

له دغې وروستو امريکې د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

په پاکستان د فشار د سېوا کولو وروستو د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته امريکايي ډرون بريدونه سېوا شوي دي.

خو پاکستان په دې دريځ دی چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پرون په کابل کې د امريکې په مشرۍ د امريکايي، نېټو، افغانستان، کازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان د پوځي مشرانو په غونډه کې هم ويلي پاکستان د خپلې خاورې نه د ټولو ترهګرو ځالې ختمې کړي دي.

هغه ويلي، " د سيمې د سولې او ثبات لار د افغانستان څخه تيريږي، سيمه په يو ځای پرمختګ کولی شي نه چې يواځې هېوادونه".

احسن اقبال ویلي د پاکستان خلک عزت لري او اسلام اباد غواړي چې د امریکا سره د باور او درناوي په اساس دوستي ولري.

د پاکستان د دولتي رسنيو ترمخه نوموړي وزير دا هم ويلي حکومت یې هڅه کوي چې بهرنو هېوادونو سره سوداګري سېوا کړي خپل سامانونه بهر لېږل زيات کړي، بهرني پانګوال او په بهرنو هېوادونو کې مېشت پاکستاني صادراتو ته وهڅوي چې د پاکستان اقتصاد ورسره ښه شي.

خو بل لور ته راېټرز خبري ادارې د یو پاکستاني چارواکي د خلې لیکلي امریکا په غېر قانوني توګه د پیسو لېږلو څارنې نړیوالې ادارې ته وړاندیز کړی، پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو مالي مرسته کونکي هیوادونو په نوملړ یا فهرست کې شامل کړي.

د فاېننشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې غونډه به راروانه اونۍ په پیرس کې کیږي چرته چې امکان دی د پاکستان پرضد دغه ګام وړاندې شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي که پاکستان د نړیوالو ترهګرو مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو نو په ځانګړي ډول د پاکستان د امريکا او يورپي هېوادونو سره کېدونکی تجارت، د بهر هېوادونو نه راتلونکې پېسې، پانګونې، د نړيوال او اسیا بېنک نه اخستونکې قرضونه يې د سخت اغېز لاندې راتلی شي.

XS
SM
MD
LG