لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارګ مرستیال ویاند نجیب الله ازاد له دندې استعفا وړاندې کړه


نجیب الله ازاد ویلي، په ارګ کې یوه ځانګړې ډله شتون لري چې په وینا یې دا ډله ځیني وخت د جمهور ريیس غني مثبتو لاسته راوړنو او هلو ځلو ته منفي رنګ ورکوي.

د جمهور رییس محمد اشرف غني مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وايي، په ارګ کې د یوې کوچنۍ حلقې له لوري د جمهور ريیس ریښتني او صادقانه فعالیتونه هره ورځ تر پښولاندې کیږي او پرهغو کسانو یې د کار کولو دایره راتنګه کړې چې غواړي د جمهور ريیس تر قیادت لاندې د خپلو هیواد والو په خدمت کې اوسي.

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل:

((زه د جمهور ريیس د ویاند مرستیال له څوکۍ استعفا ورکوم او دغه وړوکې حلقه چې زه ورته د لستوڼي ماران او بې کفایته افراد وایم، د خپلې بقا په خاطر د حکومت د رهبرۍ صادقانه هلې ځلې او تعهد له ستونزو سره مخامخ کوي او ما ته دمنلو نه وه او نه ده او ځکه مې استعفا ورکړه.))

دا چې په جمهوري ریاست کې د دې خاصې حلقې غړي چې هیواد ته د ژمنو افرادو د کار او فعالیت مخه نیسي څوک دي، په اړه یې نجیب الله ازاد وویل، په نږدې وخت کې به له اسنادو او شواهد سره د دې افرادو لیست د افغان حکومت مشرانو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه :((په ارګ کې دغه خاصه حلقه ټول پیژني او زه حاضر یم چې په دې ډله کې د شاملو کسانو نومونه له اسنادو او شواهدو سره خپله جمهور ريیس محمد اشرف غني اونورو جګپوړیو چارواکو لکه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره شریکړم.))

نجیب الله ازاد د فیبروۍ په ۱۴ نېټه له ۹ میاشتو کار کولو وروسته د جمهور ريیس د ویاند مرستیال له دندې په داسې حال کې استعفا وړاندې کړه چې د ملي وحدت په حکومت کې د سترو دندو پرسر ناندرۍ د جمهور ريیس غني او د مقابلې شمالي ټلوالې ترمنځ لاهم دوام لري.

حقمل سادات روان کابل افغانستان

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG