لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکه: پاکستان به په راتلونکي کې هم د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي


د امریکې د ملي استخباراتو ادارې (ډي این ای) مشر ډېنیل کوټس.

د امریکې د ملي استخباراتو ادارې (ډي این ای) مشر ډېنیل کوټس کانګرس ته په خپله وروستۍ وینا کې د نړیوالو خطرونو جاج اخیستی او امکان یې څرګند کړی چې پاکستان به له ترهګرو ډلو سره اړیکو ته دوام ورکړي، د ترهګرۍ په ضد عملیات به محدود کړي او چین ته به زیات نیژدې شي.

په رپوټ کې- چې (د نړیوالو ګواښونو ارزونه) نومېږي- ویل شوي چې پاکستان به د نويو اېټمي وړتیاوو په تر لاسه کولو سره د امریکې ګټو ته تاوان و رسوي.

رپوټ زیاتوي چې پاکستان له هند سره د دوښمنۍ او په نړۍ کې د یواځې کېدو له ډاره د داسې اهدافو لپاره کار کوي، چې په سیمه کې د امریکې ګټو ته تاوان رسوي.

په رپوټ کې اټکل شوی دی چې د پاکستان او هند اړیکې به ترینګلې وي او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر پر سر پوله باندې به جګړه دوام ولري.

د امریکې د استخباراتي ادارې دغه رپوټ دا هم وایي چې د هند او چین اړیکې هم د تاوتریخوالي ښکار دي او په راتلونکي وخت کې نورې هم خرابېدای شي.

رپوټ د افغانستان په اړه وایي چې له وسلوالو طالبانو سره به جګړه نوره هم تونده شي او کېدای شي په روان کال کې امنیتي حالات نور هم خراب شي، خو وایي افغان پوځ به په دې بریالی شي، چې د هېواد اکثره برخې په کنټرول کې وساتي.

د امریکې د استخباراتي ادارې دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی، چې د ولسمشر ټرمپ انتظامیې پر پاکستان فشار زیات کړی او ترې غواړي چې له افغان طالبانو او حقاني ډلې سره خپلې اړیکې وشلوي او په افغانستان کې د امن لپاره رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG