لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکه: فلورېډا کې پر ښوونځي برید ۱۷ تنه وژلي.


واشنګټن __ د امریکې د فلورېډا ایالت په پارک لېنډ ښار کې پر یوه های سکول ډزې شوي، چې ۱۷ تنه پکې وژل شوي دي.

د ځایي پولیسو یوه مشر شېرف سکاټ اسرایل دا یوه "غمجنه" پېښه وګڼله او ویې ویل چې بریدګر یې نیولی او د پېښې په اړه یې پلټنې لا دوام لري.

پولیس وایي نیول شوی مشکوک تن ۱۹ کلن ځوان دی، چې نیکولس کروز نومېږي او د سکول پخوانی زده کوونکی دی، چې له سکوله ایستل شوی وو.

پولیس مشر سکاټ اسرایل وایي بریدګر یو ټوپک درلود، خو د مرمیو څو ججوري یې ورسره ډک وړي وو، چې وايي لومړی یې تر سکول دباندې ډزې پیل کړې او بیا سکول ته ننووت.

د ډزو په نتیجه کې درې تنه له سکوله دباندې او ۱۲ دننه وژل و وژل شول او ۱۶ تنه ټبیان شول، چې له هغوی څخه هم دوو تنو په روغتون کې ساه ورکړه او د وژل شویو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.

د سکول مشر رابرټ ریونسي وایي، د پېښې په وخت سلګونه زده کوونکي په سکول کې موجود وو، چې تر برید وروسته په خوندي توګه را ایستل شوي دي.

پولیس وایي په وژل شویو کې اکثر زده کوونکي او د سکول کارکوونکي شامل دي، خو د کوم استاد د وژل کېدو یا ټپي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د فلورېډا ایالت چارواکو ته یې د مرکزي حکومت له خوا د مرستې ډاډ ورکړی دی. ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې تسلیت ویلی دی.

په امریکه کې پر ښوونځي د برید دا لومړۍ پېښه نه ده. په ۲۰۱۲م کال کې هم د دې هېواد د کنیکټیکټ ایالت په فېرفیلډ ښار کې پر یوه ښوونځي په ډزو کې ۲۰ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG