لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حافظ سعيد د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن تړل پېل شوي


په داسې حال کې چې امريکې وړانديز کړی پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې واچول شي، د پنجاب حکومت د حافظ سعيد په مشرۍ دوه خېراتي ادارو دفترې په خپله ولقه کې اخستل پېل کړي دي.

د پنجاب صوبې چارواکو ويلي د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن مرکزونه او خېراتي ادارې تړل يې پېل کړي دي، د دغو ادارو مشري حافظ سعيد چې د لشکرطيبه مشر دی او ملګرو ملتونو د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی دی.

د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله رايټرز ته ويلي،"مونږ د کورنيو چارو د وزارت نه لارښوونه شوې چې د حافظ سعيد او د هغه خېراتي ادارې جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن چې په پاکستان کې فعاله دي بند دې کړی شي".

امريکا او هند په کال ۲۰۰۸م کې د ممبۍ بريدونو تور په حافظ سعيد لګوي په کومو بريدونو کې چې د امريکايانو په ګډون ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د چهارشنبې، شورو په ورځ د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ دکابینې غونډه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د قانون ۲۰۱۸م منظوري ورکړل شوې ده.

له دې درې ورځې وړاندې د پاکستان صدر ممنون حسین د ترهګرۍ د مخنیوي قانون ۱۹۹۷ کې دبدلون په مسوده لاسلیک کړې وه چې د هغې له مخې به اوس د ملګرو ملتونو لخوا ناچله ګرځول شوې ډلې او کسان د پاکستان دننه هم د قانون منګولو ته راکش کول کیږي.

د رايټرز ترمخه امریکا په غېر قانوني توګه د پیسو لېږلو د څارنې نړیوالې ادارې ته وړاندیز کړی چې پاکستان د ترهګرو مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی او د فاېننشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې غونډه راروانه اونۍ په پېرس کې ټاکل شوې چرته چې امکان دی د پاکستان پرضد دغه ګام وړاندې شي.

پاکستان تازه ګامونه له دغې وروستو پورته کړي دي.

د امريکې غبرګون

پاکستان کې د تازه پورته کړی شوؤ ګامونو په غبرګون کې د امريکې د بهرنو چارو د وزارت ویاندې ويلي، "مونږ د نورو خبرونو په تمه يُو چې ايا پاکستان دغه ډول اقدامات څومره عملي کوي او د ترهګرو ډلو د مخنيوي دپاره کوم ډول کلک ګامونه اخلي کومه چې ډېره مهمه مامله ده".

د جماعت الدعوه دريځ

د جماعت الدعوه ډلې وياند يحيٰ مجاهد پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ویلي دوي د حکومت په دغه اقدام اندېښنه لري او زياته کړې يې ده دوي به دغه مامله عدالت ته وړي.

مجاهد ويلي "حکومت د دوي تعليمي ادارې، اېمبولنسونه، طبي مرکزونه او نورې اثاثې د امريکا او هند په فشار په خپله ولقه کې اخلي".

هغه ويلي د پاکستان حکومت تېر کال بې له کوم علت حافظ سعيد بندي کړی او اوس ورله ادارې تړي.

د پاکستان حکومت حافظ سعيد تېر کال نزدې لس میاشتې په کورنظر بند کړی او بيا يې خوشي کړی ؤ، د هغه په خوشي کېدو هم امريکا اندېښنې څرګندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG