لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزۍ ايجنسۍ کې چاؤدنې قبايلي مشر وژلی


د پاکستان په قبايلي سيمه کوزه اورکزۍ ايجنسۍ کې په يوه ماين چاؤدنه کې يو قبايلي مشر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د اورکزۍ ايجنسۍ پوليټيکل انتظامیې ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې قبايلي ملک (ملک شاه) سره د نورو ملګرو په ګاډي کې هنګو کې پوليټيکل ته کمپاؤنډ ته په لار ؤ او ګاډی یې په تورسمت علاقه کې د ماين چاؤدنې ښکار شوی دی.

چارواکو پخلی کړی چاؤدنه کې ملک شاه مړ او د هغه دوه نور ملګري ژوبل شوي او د کلايه مرکزي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د پېښې د علت په اړوند څه نه دي ويل شوي او نه د راپور ثبت کېدو پورې د چاؤدنې زمه واري چا منلې ده.

سرچينې وايي په هدف شوی قبايلي مشر حکومت پلوه قبايلي ملک ؤ.

د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او سيمه يې په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

د پاکستان په قبايلي سيمو او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې هم حکومت پلوه مشران، د امن کمېټيو مشران او غړي په چاؤدنو او هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG